کور / تازه خبرونه / د معلولینو نړیواله ورځ ولمانځل سوه

د معلولینو نړیواله ورځ ولمانځل سوه

د معلولینو نړیواله ورځ ولمانځل سوه


د میدان وردګو ولایت د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ریاست کې د معلولیت لرونکو وګړو نړیواله ورځ د یوغونډې په ترڅ کې ولمانځل سوه .
په غونډه کې د میدان وردګو والي، د ولایتي شورا وکیلانو، مدني ټولنو، قومي مشرانو او لس ګونو معیوبینو ګډون درلود.
د میدان وردګو والي انجنیر ځنډي ګل زماني په غونډه کې د وینا پر مهال وویل: د کار ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ریاست د معلولینو د حقونو په برخه کې ښې لاسته راوړني لري او په راتلونکې کې به هم په دې برخه پوره هڅې کوي، تر څو د شهیدانو کورنۍ، معلولین او معیوبین خپل حقوق په وخت تر لاسه کړي..
معلولینو له چارواکو غوښتنه وکړه، تر څو ددوی اقتصادي ژوند ته پاملرنه وکړي ځکه چې په دې ولایت کې هم معلولین له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او همدارنګه یې غوښتنه وکړه، چې ددوی د ژوند د هوسایني په اړه د راډیویې پروګرامونه جوړ شي تر څو خلک د معلولینو د حقونو په اړه عامه پوهاوی تر لاسه کړي.
د ولایت مقام او اړوند ریاست چارواکو په خپلو ویناوو کې معلولینو ته ډاډ ورکړ چې دوی د معلولینو د ژوندانه د ښه والي لپاره هر ډول مرستي ته چمتو دي او د معلولینو د اقتصادي ژوند د ښه والي په برخه کې د ملي سوداګرو څخه هم د مرستو غوښتنه وکړي.
د غونډي په پای کې یو شمېر هغه رضاکاره معلولینو ته ستاینلیکونه ورکړل شول چې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ریاست سره یې همکارۍ کړي دي.