ديوې دولتي ديني مدرسې مهتمم وژل شوئ دئ

د لراوبر اداره | جولای 8th, 2008


 په سوات كښې نامعلومه وسله والو ديوې دولتى دينى مدرسې مهتمم وژلى دى دخوازه خيلو دپوليسو دسټيشن يو چارواكې خبريالانو ته وئيلى دى چې دچارباغ د تحصيل دسړې چينې په سيمه كښې ديوې دولتى دينى مدرسې مهتمم مولانا مسعودددوشنبې په شپه وژل شوآ دمدرسې مهتمم مولانا مسعود دادب ګهر په جومات كښې دماسخوتن دلمانځه څخه وروسته كور ته روان وچې دريو وسله والو مخ پټو كسانو پرې ډزې وكړې چې په سمدستى توګه ووژل شو او وسله وال له سيمې په تيښته كښې بريالى شوى دى دمولانا مسعود وراره بلال احمد دانش دنامعلومو وسله والو خلاف ايف آئى آر ليكلى دى او وئيلى دى چې چا سره شخصى دښمنى نه لرى او نه ورته په خواچا څه ګواښونه كړى .

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024