کور / تازه خبرونه / منګل باغ پيښور كښي دعمليات نه كولو باور وركړئ

منګل باغ پيښور كښي دعمليات نه كولو باور وركړئ

دلښكر اسلام مشر حاجى منګل باغ په خيبرايجنسۍ كښې دجرګو له لارې ددولتى نظام په وړاندې دنه خنډ كولو او په پيښور كښې دعملياتونه كولو باور وركړى ذىقبائيلى جرګې په تيراه كښې دمنګل باغ سره خبرې كړى دى او دپوليټيكل چارواكو له شرائطو يې خبر كړى دى دمنګل باغ څخه وروسته جرګې باړې ته رارسيدلې او پوليټيكل چارواكو ته يې خپل راپور وركړى دى جرګې وئيلى دى چې منګل باغ غوښتنه كړې چې دپيښور باړې سړك دې د ټرافيك په مخ پرانستل شى، بنديان دې راخوشې كړى شى او پوليټيكل چارواكې دې په باړې او دباړې په بازار كښې امن ټينګ كړى كه نه لښكراسلام چمتو دى چې دامنيت د ټينګښت مسئوليت په غاړه واخلى جرګه به ډير زر دخيبرايجنسۍ دپوليټيكل چارواكو سره خبرې وكړى