طالبانو دشپې مهال په ګزمو پېل كړئ دئ

د لراوبر اداره | جولای 8th, 2008


هنګو كښې طالبانو دشپې مهال ګزمه كوي

  په هنګو كښې سيمه ايزو طالبانو دشپې مهال په ګزمو پيل كړى دى دهنګو دطالبانو مشرمولانا محمدنبى حنفى خبريالانوته وئيلى دى چې مونږ غواړو چې په سيمه كښې امنيت وى په همدې خاطر مو دهنګو په ټولو سيمو كښې ګزمې پيل كړى دى او غواړو چې سيمه ايزو خلكو ته څه ستونزه پيښ نه شى اوداسلامى قانون له مخې په سيمه كښې امنيت غواړو زما لومړۍ اقدام داسلام خدمت دى او نه غواړو چې چاته ستونزې پيښې كړو ځينې شرخوښې ليدل كيږى چې دهنګو امنيت خرابوى او دطالبانو نوم كاروى چې داهسې پروپيګنډه ده او دسيمې چاپيريال ګډوډوي .

Copyright Larawbar 2007-2024