کور / راپور / د کابل ـ کندهار لویې لارې خرابوالي خلک او موټرچلونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

د کابل ـ کندهار لویې لارې خرابوالي خلک او موټرچلونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

د کابل  کندهار  کنډ او کپر سړک هغه سړک چي هره ورځ د ترافیکي پیښو له امله د  ډيرو خلکو ژوند اخلي

دکابل کندهار لویه لاره چي نژدي څلور سوه اتیا کیلو متره اوږدوالی لري ډيري برخي يې له کاره لویدلي او بیا جوړیدو ته اړتیا لري.

د لویې لارې مسافر وايي د سړک د خراب حالت له امله په ساعتونو ساعتونو بند پاته وي او ژر کابل یا کندهار ته نه شي رسیدلاي.

دوئ وايي دولت باید ددغه سړک بیا رغولو ته جدي پاملرنه وکړي .

د زابل ولایتي شورا وایې چې وسله والو مخالفان ددې لارې په ډيرو برخو واکمن دي او هر ځای چې وغواړي هلته ماینونه ځآی پر ځآی کوي

دوي وايي حکومت باید ددغه لاري پر سر امنیتي پوستې زیاتې کړي ترڅو وسله وال د لاري پر سر ماینونه ځاي پر ځای نه کړي.

د زابل  ځایې چارواکي هم وایې  د وسله والو لخوا ښخ شوي ماینونه د سړک د خرابوالي اصلي لامل ګرځیدلي .

دا په داسی حال کي ده چي د کابل کندهار لویه لار په دې وروستیو کي تر ټولو نا امنه  بلل کیږي .

خبریال : صدیق الله پوپل کندهار