كوثري : د افغانستان د … لپاره دعلم او پوهي ډيره اړتيا ده !

د لراوبر اداره | جولای 8th, 2008


كوثري : دافغانستان دپرمختګ او بيارغونې لپاره دعلم او پوهې ډيره اړتيا ده !


پيښور


 په پيښور كښې دافغانانو دمرستې او پرمختيا ټولنې مشر لطيف الله كوثرى وئيلى دى چې دافغانستان دپرمختګ او بيارغونې لپاره دعلم او پوهې ډيره اړتيا ده داخبرې نوموړى دخبرونه ورځپاڼې سره په ځانګړې مركه كښې  وكړې او وې وئيل چې دافغانستان دپرمختګ او بيا رغونې لپاره بايد ټول افغانان دعلم او زده كړې ترلاسه كيدو ته مخه وكړى نوموړى دافغانستان په دولت غږ وكړ چې دافغان ځوان نسل سره دعلم او تعليم په لاره كښې خپلې مرستې ونه سپموى نوموړى ځنې هغه افغانان په ګوته كړل چې يتيمان دى بې وزله دى او دتعليم او زده كړې وس نه لرى افغان حكومت كولىشى چې ددغو ډول ځوانانو سره مرسته وكړى .


نوموړى دا هم ووئيل چې دافغانانو  دمرستې او پرمختيا ټولنه به ډير زردا ډول تعليمى مركزونه په افغانستان كښې دافغان ځوانانو لپاره پرانيزى چې دوى دتعليم په وسيله خپل هيواد ورغوى او ځوان نسل وكولى شى چې دافغانستان دبيارغونې لپاره ستر رول ولوبوى ديادونې وړ ده چې دافغانانو دمرستې او پرمختيا ټولنې په پيښور كښې دغريبو او بې وزلو افغانانو لپاره تعليمى مركزونه جوړ كړى دى او په پيښور كښې بې وزله او يتيمان افغان ځوانان كولى شى چې دغو مركزونو ته دزده كړې لپاره ورشي .

Copyright Larawbar 2007-2024