کور / تازه خبرونه / میدان وردګو ولایت د 1395 کال عواید د تیر کال په نسبت ۱۱ سلنه زیات سوی دي

میدان وردګو ولایت د 1395 کال عواید د تیر کال په نسبت ۱۱ سلنه زیات سوی دي

میدان وردګو ولایت د 1395 کال عواید د تیر کال په نسبت ۱۱ سلنه زیات سوی دي

 د میدان وردگو د ولایت د والی انجنیر زمانی په ګډون د بیلابیلو عایداتی ادارو کارکونکو په ګډه ناسته کی د 1395 کال عواید وارزول.
 په دې ناسته کې د هرې ادارې له خوا راټول شویو عوایدو په برخه کې د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړه چې د میدان وردګو ولایت مستوفي له راپور سره سر ورکړل شو معلومه شوه چی د میدان وردګو ولایت عواید د تېر کال په پرتله سږ کال ۱۱ سلنه زیاتوالې موندلی دی او د مالیې وزارت له خوا د ورکړل شوي پلان له څخه ۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
 د میدان وردګو والي انجنیر ځنډي ګل زماني په ډې غونډه کې د ټولو عایداتې ادارو له مسئولینو څخه ځانکړې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د عوایدو زیاتوالی د ښې حکومتدارې، غوره مدیریت او د فساد په کموالی دلالت کوي.
 په غونډه کی په لاسته راوړنو او ستونځو هم بحث وشو او په روان مالی کال کی د لا بریالیتوبونو لپاره د ستونځو د حل په موخه لازم تدبیرونه ونیول سول .

صدیق الله پوپل