کور / تازه خبرونه / د کندهار ولايت مقام په دننه کي چاودني درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د کندهار ولايت مقام په دننه کي چاودني درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

Dr. Humayoon Azizi ډاکټر همايون عزيزي کندهار واليدکندهار ولايت مقام کي دننه دوې چاودني وسوې.

 کندهار د والي وياند صميم خپلواک لراوبر ته وويل چي پېښه د ماښام شپږنيمي بجې د ولايت مقام په مېلمستون کي وسوه چي له امله يې ۴ کسه شهيدان او ۱۴ کسه زخميان سول. نوموړی وايي د چاودني د څرنګوالي په اړه د ځانګړی مسلکي ټيم پلټني رواني دي، په زخميانو کي د کندهاروالي، اداري ريس او د عرب اماراتو سفير هم شامل دي چي سربېرن زخميان سوي او د درملني لپاره هوايي ډګر ته لېږدول سويدي.

د يوې باوري سرچينې په قول د والي د مرستيال عبدالعلي شمسي په اړه د مرګ او ژوند معلومات نسته او داسي شکونه سته چي ممکن نوموړی په هغو پنځو وژل سوو کي وي چي د سوځيدو له امله د پيژندلو نه دي.

له بلي خوا د کندهار يو ځايي خبريال صديق الله افغان بيا وايي د کندهار والي، د عرب اماراتو سفير او ملي سوداګر حاجي صديق په ګډون ۱۳ کسه زخميان او ۱۱ نور وژل سويدي

چاودني د غونډي په تالار کي په داسي وخت وسوې چي د کندهار چارواکي او ځيني سوداګر د اماراتو له سفير سره په خبرو بوخت وو.
یو ماین په هغه کوچ کي ځای پر ځای سوی وو، چي د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق پر ناست وو، خو هغه تازه ولاړ سوی وو.
د پېښي مسوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

د کندهار ولايت مقام په دننه کي چاودني درنه مرګ ژوبله اړولې ده.