کور / سياسي / د کابل، کندهار، او هلمند مرګانۍ حملې

د کابل، کندهار، او هلمند مرګانۍ حملې

 

د سې شنبې په ورځ د جنوري پر ۱۰ مه ۲۰۱۷، په کابل، کندهار، او هلمند کي درنې قاتلانه حملې وسوې. پدې درې واړه انتحاري او بمي بریدونو کي ټوټال څه باندي ۵۰ تنه افغانان وژل سوي، او په سلهاوو ټپیان سوي دي.  د کابل او هلمند د قتل و قتال مسولیت طالبانو ومانه، خو د کندهار د حادثې په باب څو نظرونه واړندي سوي دي. 

د کندهار د حملې څنګه او ولي؟

د کندهار د ولایت په مقام کي بمي چادونه یو څرګند سیاسي او سیمه ایز پیغام لري. ځکه متحده عرب امارات او طالبان ښه روابط سره لري، اوطالبانو هم د دې چادوني مسولیت نه دی منلی، بلکي وايي چي دا مرګانی چادونه «د محلي خپلمینځي رقابتونو» او کشمکشونو نتیجه ده. 
د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق وايي بم د کوچ دننه تابیا سوی وو. هغه وايي چي داسي راپورنه وه چي د حقاني شبکه او ای ایس ای د کندهار د نظامي شورا د غړو د محو کولو کوښښ کوي. هغه وايي چي د کندهار د ولایت په مقام کي ساختماني کار شروع وو، او قریب ۳۰ کارګرانو کار کاوه.
 د کندهار د حملي بل منطقوي اړخ دا دی چي متحده اماراتو پنځه دپلوماتان په کي ووژل سول، او د اماراتو سفیر او د کندهار والي ښاغلي همایون عزیز په کښي ټپیان سوي دي. د کندهار په پېښه کي تر اوسه پوري جمعا ۱۱ مړه او ۱۷ زخمیان دي. د امارات حکومت وايي: «دا دپلوماتانو د بشري، تعلیمي، او نورو انکشافي پروژو ماموریت لاره.» د اماراتو صدراعظم په خپل ټویټر کي کاږي: «په دین او انسانیت کي د هغو خلګو د وژلو هیڅ جواز نسته چي غواړي د نورو بنيادمانو سره مرسته وکړي.» د اماراتو سفیر او نور ډپلومان کندهار ته د دې لپاره تللی وو چي هلته د یو «دارالایتام» خښته کښېږدي. 
د کندهار په مرګانۍ بمي حمله کي د کندهار د ولایت مرستیال د ښاغلي عبدالعي شمسي مرګ یوه لویه ضایعه ده.  د ځوان دپلومات یما قریشي مرګ هم لوی او نه بخښونکی جنایت دی. دغه راز، د کندهار په ښار کي د نورو مېلمنو وژل او زخمي کېدل د کندهار د تاریخي نوم او نښان لپاره یوه کاري او نامردانه ضربه ده. 

ولي؟
تر دې دمه پوري ټول شواهد دا ښيي چي د کندهار حمله له دننه څخه تنظیم سوې ده. په کوچونو کي منفجره مواد خای پر خای کول، او بیا هغه د ولایت مقام ته رسول، باید له دننه څخه زیاته همکاري ورسره وسي. 
دوهم، په سیاسي لحاظ د کندهار په غمجنه حادثه کي د عربو او ایران روان فرقوي او قومي جنګونه هم باید له تحلیل څخه حذف نه سي. ځکه نن سبا په سیمه کي د عربو او ایرانیانو تر منیځ تضادونه او زورازمايي په تېره بیا په عراق او سوریې کي و مذهبي لښکر کښیو او فرقوی دښمنیو ته رسېدلي دي.
درېیم، محلي رقابتونه او مافیايي بانډونه هم څه رول درلودای سي. ځکه د کندهار اوسنی سیاسي او نظامي حاکمیت پر څو ډلو باندي ویشل سوی دی، او د قواووی بلانس یو ډول بن بست ته رسېدلی دی. د هغوی تر مینځ  یوه نا اعلان سوې موقتي او لړزانه متارکه حاکمه ده. 
 
نتیجه:
د کابل، کندهار، او هلمند مرګانیو حملو یو کرت بیا دا ثابته کړه چي دا ناانجامه او ناپایانه جنګونه د افغانانو د زړه چینه وچوي.  کور او کلی  ئې ورانوي. د ژوند مست سیند ئې په وچ خوړ ور بدلوي.  د ازادۍ مسته روح ئې ور وژني. او په زړونو کي ئې د خوف او بېري تور ښارمار ور ننباسي. د عمل او اقدام جرات ترې اخلي. 
په پای کي، له دې درې واړه حملو څخه دا باید زده سي چي په افغانستان کي سوله راوستل د افغانانو ستره ملي وظیفه ده. نن سبا، د سولي افغاني کول تر بل هر وخت ضروري دی. نن ورځ یو ګډ دریځ اختیارول تر بل هر وخت لازم دي. 
د سولي د تک سپین او سمسور سبا په هیله! 
والسلام.