کور / تازه خبرونه / جنرال عبدالرازق:د تېرو څلورو مياشتي راهيسي د داسي يو بريد پلان و

جنرال عبدالرازق:د تېرو څلورو مياشتي راهيسي د داسي يو بريد پلان و

جنرال عبدالرازق:د تېرو څلورو مياشتي راهيسي د داسي يو بريد پلان و

د کندهار امنيه قوماندان وايي، آی ايس آی او حقاني شبکې د تېرو څلور مياشتي راهيسي په کندهار کي د تېري شپې د بريد په څېر د يوه خونړي بريد پلان درلود.

لوی پاسوال عبدالرازق اڅکزي نن د دغي پېښي په تړاو رسنيو ته وويل چي په ولايت مقام کي ساختماني کارونه روان وو، ممکن د ساختماني توکو له لاري چاودېدونکي توکي ولايت مقام ته لېږدول سوي وي.

هغه وويل چي د پېښي په تړاو يو شمېر کسان نيول سوي او تر کره پوښتنو ګروېږنو وروسته به ئې حال له رسنيو سره شريک کړه سي.

له بلي خوا ويل کېږي د جمهور رئيس غني په لارښوونه يو لوړپوړی حکومتي پلاوی کندهار ته د وروستۍ پېښي د څېړلو په موخه راغلی دی.

د دغه پلاوي مشري د ملي امنيت شورا سلاکار محمدحنيف اتمر کوي.

د کندهار ولايت مقام په مېلمستون کي د تېري شپې په دوو چاودنو کي د پنځو عربي دپلوماتانو او د کندهار د والي د مرستيال په ګډون تر ۱۰ زيات کسان وژل سوي او والي او د متحده عربي اماراتو د سفير په ګډون همدومره نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو په دغه پېښه کي لاس لرل رد کړي دي.

https://www.facebook.com/larawbar.net/

صدیق الله پوپل

15977140_1385715594821884_5062178543597345296_n_001 15894718_1385715478155229_7349586456919352657_n_001