کور / تازه خبرونه / لوګر: د کابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې د وروستیو پیښو شهیدانو فاتحه واخیستل سوه

لوګر: د کابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې د وروستیو پیښو شهیدانو فاتحه واخیستل سوه


 لوګر ولایت کې د تېرې سې شنبې ورځې د بیلابیلو پیښو د شهیدانو فاتحه واخیستل سوه او د جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني د حکم په اساس د افغانستان ملي بیرغ نیم ځوړند و.
د فاتحې دغه مراسم د لوګر ولایت مقام د شهید ارسلا جمال په مسجد کې و چې پکې د لوګر والي محمد حلیم فدایي، ولایتي شورا رئیس محمد ناصر غیرت او دشورا غړو، امنیه قومندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي، 16114916_1821624561435453_8278871856153437209_n_001ملي امنیت رئیس غلام رباني، د ادارو رئیسانو، کارکوونکو او علماوو ګډون کړی وو.
 لومړی د قران پاک ختم وسو او په هیواد کې د وروستیو پیښو شهیدانو روح ته د دوعا لاسونه پورته سول او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا او کورنیو ته یې د جمیل صبر دوعا وسوه.
ولایت مقام په مرکز او ولسوالیو کې ټولو ادارو ته لارښوونه کړې ده، چې د وروستیو پیښو په غمرازۍ  د جلالتماب ولسمشر حکم سره سم ملي بیرغ نیم ځوړند کړي.