کور / تازه خبرونه / وسله والو د امريکا ږغ خبريال وهلی دی

وسله والو د امريکا ږغ خبريال وهلی دی

په ختيځ کې د امريکاغږ خبريال ذبيح الله غازي د ننگرهار د مخکني ښاروال لعل اغا کاکړ د ساتونکو له لوري وهل شوی . 
غازي نن مازيگر څلور نيمي بجې د ښار د سورخ رود پر دوه لاري باندي د مخکني ښاروال د ساتونکو له لوري له عامو موټر چلونکو سره د ناوړه چلند له جريان څخه فلمبرداري کول .
غازي وايي هغه مهال چي مخکنی ښاروال له سيمي څخه تيريده ساتونکويې د غيري مسئولو وسله والو په څېر د عاموخلگو موټر د ټوپک په کونداغونو وهل او د موټريز کاروان له مخي يې لري کول . 
نوموړي زياته کړه کله مي چي له دغو وسله والو څخه د فلم اخيستو هڅه وکړه وسله راباندي بريد وکړ او په کونداغونو يې ووهلم

خبریال: صدیق الله پوپل