کور / تازه خبرونه / هلمند : ایران د هلمند پر سیند د پروژو مخه نیسي

هلمند : ایران د هلمند پر سیند د پروژو مخه نیسي

د هلمند والي وايي په دغه ولایت کې د ایران د لاس وهنې یو عمده لامل د هلمند د سیند اوبه دي چي ایران نه غواړي پرې تاسیسات جوړ شي.

د هلمند والي حیات‌الله حیات رسنیو  ته وویل، چې د بل هر وخت په پرتله اوسمهال ایراني لوري هڅې زیاتې کړي چې د هلمند پر اوبو د تاسیساتو د مخ نیوي لپاره د افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره خپلې نظامي مرستې زیاتې کړي.

د هلمند والي پر وینا، ځينې استخباراتي معلومات څرګندوي چې ایراني لوري په وروستي اقدام کې د دوې اونۍ مخکې د ګرمسیر ولسوالۍ په صفار سیمه کې د وسله والو طالبانو له ځايي مشرانو سره لیدلي دي.

هغه وویل "د افغان دولت استخباراتي مامورین پر دې کار کوي چې د ایراني استخباراتي مامورینو او وسله والو طالبانو ترمنځ د بحث وړ ټکي ځانته څرګند کړي."

ښاغلي حیات زیاته کړه، دا د ایراني لوري لمړنۍ هڅه نه بلکې له دې مخکې یې هم له طالبانو سره د وسلو او مهماتو مرستې کړي، چې پر وینا یې په دې اړه یې د افغانستان ولسمشر او د ملي امنیت شورا ته کره اسناد سپارلي دي.

د هلمند والي وویل "ایران هڅه کوي چې په هلمند کې د هلمند سیند پر اوبو د انکشافي پروژو مخه ونيسي او د تیر په څېر یادې اوبه له پوښتنې پرته ایران ته وبهیږي خو موږ له ولسمشر غني سره پدې اړه ناستې لرلې چې دې مسلې ته به افغان حکومت پر وخت او مناسب ځواب ووايي."

په هلمند کې د کجکي پر بند د درییم توربین د نصب چارې له تیرو ۶ کالو راهیسې له سترو خنډونو سره مخ دي، چې عمده سبب يې په دغې پرروژې کې د ایران لاسوهنې بلل کیږي.