کور / تازه خبرونه / ماليې وزير د کندهار له استازو او سوداګرو سره وکتل

ماليې وزير د کندهار له استازو او سوداګرو سره وکتل

کندهار استازي سوداګر اقتصاد لراوبر

کندهار استازي سوداګر اقتصاد لراوبرمالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي نن د سلواغې میاشتې په ۱۱مه نېټه په ولسي جرګه کې د کندهار ولایت له استازو او ملي سوداګرو سره چې د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي هم شتون درلود د خپل کار په دفتر کې وکتل.

دواړو لوریو په دې لیدنه کې د مالیاتو پر عایداتو د قانون پر تعدیل، ملي سوداګرو ته د لا زیاتو کاري زمینو برابرولو، بانکي اسانتیاؤ، د پراختیایې پروژو پر پلي کېدو او یو شمېر نورو مسایلو هر اړخیزې خبرې وکړې.

د یاد ولایت ملي سوداګرو او استازو له حکومت سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

مالیې وزیر د کندهار ولایت استازو او ملي سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې د سوداګرۍ په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاؤ برابرول د حکومت له مهمو پالیسیو څخه شمېرل کیږي او مالیې وزارت په دې برخه کې له تاسو سره د قانون په رڼا کې لازمه همکاري کوي.

مالیې وزیر د بېلابېلو ولایتونو له چارواکو، استازو، ملي سوداګرو، مخورو او مسؤولینو سره لیدنې کوي تر څو د هغوی ستونزې معلومې کړي او د حل له پاره یې  لارې چارې ولټوي.