کور / تازه خبرونه / په سنګين کي طالبانو درنه جګړه پيل کړې ده

په سنګين کي طالبانو درنه جګړه پيل کړې ده

طالبان وايي دهلمند سنګین مرکزکي يې ۲۵ پوستې اومراکز له حکومت څخه نيولي دي خو جګړه اوس هم روانه ده.

طالب وياند قاري يوسف وايي نن سهارشاوخوا۸ بجې  دهلمند سنګین ولسوالي مرکز باندي طالبانو له لوري دعمري عملیاتو په لړکي درانه بریدونه پیل شول چي  لومړی د ملاعبدالقدوس (مقدس ) له لوري دشوبلې په مټ چي ټنونه منفجره مواد پکي ځای پرځای شوي ول  داوردو پر لویه مرکزي قرارګاه  دموټربم برید وشو او ورپسې دنورو طالبانو له لوري دګازو دسیمې قرارګاه ، دحاجي لعل جان دسیمې قرارګاه ، دموټر سائکلانو دمارکیټ پر قرارګاه  او دسره تعمیر پرقرارګاه  تاکتیکي بريدونه تر سره شول  چي دنوموړو مرکزونو  ودانۍ په بشپړډول له ويجاړه  او جګړه دبازار پرتو پوستو ته وغځیدله چي تر دامهاله ۲۰ لویې او وړې پوستې ۵ لوی مراکز  په بشپړ ډول نيول شوي او جګړه دولسوالۍ پرودانۍ او پي آر ټي  باندي پیل شوه چي لاهم ادامه لري.

که څه هم حکومتي اړخ تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي خو طالبان سلو دولتي امنيتي ځوامونو ته د مرګ ژوبلي اړولو ادعا کوي.