کور / تازه خبرونه / ډاکټرعبدالله عبدالله د هلمندجګړې زخميان وليدل

ډاکټرعبدالله عبدالله د هلمندجګړې زخميان وليدل

اجرائيه ريس هلمند

اجرائيه ريس هلمندد افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن ماخستن د لښکرګاه ښار په ایمرجنسي روغتون کي د جګړې له زخمیانو څخه لیدنه وکړه.

د یاد روغتون مسؤلینو اجرائیه رئیس ته د یادي لیدنيپرمهال وویل،‌ چي دغه روغتون سل بستره لري خو تازه تازه ورته لس بستره نور هم اضافه سوي چي، په دې سره به د جګړوقربانیانو ته د رسېدني وضعیت بهتره سي.

هغوی وویل،‌ چي په هلمند کي د وروستیو جنګ جګړو پر مهال یې کار زیات سوی و او ډېر وختونه د زخمیانو او اړمنوتعداد د دغه روغتون له ظرفیت څخه ډېریدی.

اجرائیه رئیس له زخمیانو څخه د لیدني پرمهال هغوی ته د چټکي روغتیا هیله وکړه او صحي مسؤلینو ته یې دنده وسپارل چي د جګړو قربانیانو ته پاملرنه زیاته کړي