کور / د ډيورنډ کرښه / د(جي_۸) هيوادونومرسته اوپه فسادلړلي ګاونډي هيوادونه

د(جي_۸) هيوادونومرسته اوپه فسادلړلي ګاونډي هيوادونه


اخيرد(جي _۸) ځواكمنوهيوادونودسازمان غړوتصميم ونيوچي دډيورندتش په نوم كرښي دواړوغاړوته دپرتووګړودژونددښه والي ، دبي كاري دله منځه وړولواوورته دبوختياموندلوپه موخه په دغه سيمه كي مرسته وكړي .

دغه سازمان چي دنړۍ ترټولوشتمن اولوي صنعتي هيوادونه لكه : دامريكامتحده ايالات ، جاپان، آلمان، فرانسه ، انګليس ، كاناډا، ايټاليا اوروسيه پكښي دي ترټولوزيات خپل ځانونه دتروريستي بريدونونښه ګڼي اودنړۍ په ګوت ګوټ كي خپلي ګتي تربريدلاندي ويني .

هغوي په دي باوردي چي ترهغوپوري دقبائلي وګړودژوندكچه نه وي پورته سوي اوددي سيمي ځوانانوته دپولي په دواړوغاړوكي كارنه وي پيداسوي شوني نه ده چي طالبان په اساني سره ددوي له زړواوځوانانوڅخه دسرتيروپه توګه كاروانه خلي ، اوالقاعده په خپلوپراخوپيسوسره چي دمخدره توكوله قاچاق ،دالماسوله سوداګري اودعرب شيخانوله مرستي څخه يي په لاس راوړي ، په دي وتوانيږي چي ددغوخلګوله بيوزلي اولوږي څخه ګټه پورته كړي اوتركلونوپوري ددي سركښه اوځان تيري انساني ځواك څخه په ګټه اخيستنه جګړه دوام پيداكړي .


هغه قبائل چي دډيورنډپه دواړوغاړوكي په ۲۴۳۰كيلومتره اوږدوالي كي پراته دي له بيلابيلواړخونوڅخه دژوندانه په بيلابيلوبرخو، ټولنيزو، اقتصادي اوسياسي ستونزوكي بنددي او ترهغوپوري چي دغه وضعيت بدلون ونه كړي شوني نه ده چي په دي سيمه كي ارامي راسي .

دغه ټوله سيمه له غرونو، درو، دښتونواوبيدياوڅخه چي كښت هم ورباندي نه شن كيږي جوړه ده چي په اساني سره هغلته ژوندكول اسان كارنه دي .

زراعتي كارونه دحاصل وركونكوپراخومځكودنشت له امله خورامحدوددي ، ډيري دغه سيمي داوبوله سخت كمښت سره مخ دي اودموټرانودلارودنه شتون څخه ددي سيمي تجارت هم ډيرپخواني شكل لري چي ترډيره پراوښانواوڅارويوترسره كيږي .

دسوادټيټه كچه ، دروغتياكلينيكونو اونورواړوندوټولنيزوخدماتونه شتون دغه سيمه دطالبانواوالقاعدي په تياري ځاي اړولي ،په دغه سيمه كي دطالبانواوالقاعدي فعاليتونوفوق العاده رونق نيولي اوهمدااوس په دغه سيمه كي ترتردووسووزياتي ايپ ايم راډيوګاني په كاربوختي دي .

په هغه صورت كي چي په دغه سيمه كي موجوده وضعيت له بيخه بدلون ونه كړي ، دباوروړنه ده چي ګواكي طالبان اوالقاعده له صحني ښايي ووزي .

ددغي سيمي دخلګولپاره جګړه دروزي اورزق په يوه سرچينه بدله سوي اودافغانستان اوپاكستان تيروحكومتونوهم يوه ډيره لږه توجه هم دقبائلوخواته نه ده كړي ، دهغوي ډيري مشران له دواړوغاړوپيسي اونورامكانات ترلاسه كوي خوددغوسيمواساسي ستونزوته لږ پام هم نه دي سوي اوهغوي اوس هم په لوږه اوفلاكت كي ساتل سوي دي .

اوس چي دجي _۸هيوادونوسازمان دي پايلي ته رسيدلي چي ښايي ددي سيمولپاره دونه لوي كمك ځانګړي كړي ترڅوددي خلګوپه ژوندكي ژوربولون راسي ، يو ګټورګام دي .

خوهغه څه چي مهم دي دلندمهالو ، منځمهالو اواوږدمهالوپلانونودپروسي تطبيق اوددغوپيسولګښت اوله هغه څخه په لاس راتلونكي پايلي دي چي دډونرانواونجوګانو تيروكارونوته په پام سره دغه ډول مرسته سوي پيسي په فسادلاهوسوي اوپرځاي نه دي لګيدلي .

دافغانستان اوپاكستان حكومتونه دوه داسي حكومتونه دي چي په اداري فسادكي نړيوال شهرت لري اوله همدي امله پاكستان اوافغانستان ته وركړل سوي دمرستي پيسي هيڅ مهال هم دټولني اوددي هيوادونودبي وزله وګړوپه درد نه دي خوړلي ، دلوړوپوړولاسونوته لويدلي اوجيبونه يي په ډك سوي دي اوهمدادليل دي چي ددي سيمي دخلګوپه ژوندكي بنسټيزبدلون راتلل سخت كاردي .

لذا ددغه ډول لګښتونودترسره كولولپاره دډيورنډپه دواړوخواووكي ونويوپلانونواوسيټم ته سخته اړتياليده كيږي .

۴ مليارډه ډالره خوراډيري پيسي دي چي كه په يوه څوكلن دقيق پلان كي په كاروولويږي نودكرهڼي اوسوداګرۍ له اړخه به په دي فقروهلي سيمه كي پراخه بوختيارامنځته سي اوپه پايله كي به يي هغلته پاته زړه لوږي له منځه ولاړه سي .

طالبان هم پيسوته سخته اړتيالري اوخپلوقومندانانوته يي ويلي چي دپيسوپه برابرولوكي هڅه وكړي .

دطالبانوتحريك دډيورنډپه دواړوخواووكي تراوسه په دي نه دي توانيدلي چي خپل لومړني  ضرورتونه اواړتياوي پوره كړي اوله همدي امله هره روځ په تښتونولاس پوري كوي اوله خلګوپيسي اخلي اودهيروئينواوتارياكوپه قاچاق بوخت دي.

په داسي حال كي چي دافغانستان زيات شميركسان په دې باوردي چي دپاكستان اوافغانستان حكومتونوته هرڅونه پيسي هم راسي نودډيورنډددواړوغاړوخلګوته چنداني څه نه رسيږي .

كله چي ۲۵مليارډه ډالروكوم ځاي ونه نيوي اوڅوك نه سوه په پوه چي له كومه راغلي اوپه كومه ولاړي نوداواربه څه معجزه وسي چي داپيسي دمخكنيوهغوپه برخليك اخته نسي .

هغه پيسي چي نه يي څوك په راتګ خبرسول اونه يي هم په لګښت بلكي يوازي يي داعلان دجشن نغاري واوريدلي .