کور / تازه خبرونه / زابل کي لاريون کوونکو لويه لاره وتړله

زابل کي لاريون کوونکو لويه لاره وتړله


په شهرصفا ولسوالي کې لاريون د ناسمو معلوماتو بر بنسټ د ځانګړو ځواکونو له لوري د بېګناه خلګو د نيول کيدو به غبرګون کې پيل سوی.
د لاريون يوتن تنظيمونکي او د زابل د ولايتي شورا غړي حاجي محمد هاشم ګراني لراوبرته وويل چي دوي له افغان حکومت څخه د ستونزي د حل غوښتنه کړې.
ده زياته کړه چي له تيرو ۴ اونيو راهيسي له کندهار څخه ځانگړي ځواکونه دې ولسوالي ته ورځي او د نا سمو معلوماتو له مخې بيګناه خلګ نيسي.
دوي په يوه پريکړه ليک کې د څارنوالي پر اداره هم نيوکه وکړه چي د ځانگړو ځواکونو له لوري ورسپارل شوي کسان د پيسو په بدل کې خوشي کوي.
لاريون کونکو له حکومت څخه وغوښتل چي د ناسمو معلوماتو له مخي دي د شپنيو معلوماتو مخه ونيسي.

د زابل د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي لراوبر ته وويل چي د سهار د پيل راهيسي لاريون کونکو لار د ترافيکو پر مخ تړلې.
ده زياته کړه چي څوځله يې له لاريون کونکو څخه وغوښتل لار د ترافيکو پر مخ پرانيزي خو لار لاهم نده پرانيستل شوې.