د یو پنجابي په توګه زما ذهن څنګه پښتون ضد جوړ شوی و، او څنګه مې بدل کړ
[پرانیستی لیک]
زه د یو پنجابي په توګه په دې باور یم چې ستاسو ناسم معرفي شوي یاست، ناسم پېژندل شوي یاست او ناسمه ګټه درڅخه اخیستل شوې. له همدې امله د یوه پنجابي په صفت پر تاسو ږغ کوم چې له عامو پنجابیانو سره د ناستې – پاستې او خبرو له لارې هغوی وپوهوی چې ستاسو په اړه یې تصور کاملا ناسم دی.
February 27, 2017, 1:25 am
لیکوال: فرح ادید
ژباړن: عزت الله پیژاند
سرچینه: nation.com.pk
زه یو پنجابی یم او د وروستیو څلورو کلونو راپه دېخوا د پنجاب په مرکز کې ژوند کوم. دلته زه د لاهور په پنجاب پوهنتون کې هم سیاست وایم او هم ټولنپوهنه لولم. که څه هم ستاسو د کولتور او سیاسي عقایدو په باره کې ډېر مالومات نه لرم، خو تاسو تر هر عادي پنجابي ښه پېژنم. غواړم دلته له تاسو سره ستاسو د کولتور او سیاست په اړه هغه څه شریک کړم چې زده کړي مې دي او په دې ترڅ کې یو ډېر مهم ټکي ته اشاره وکړم: سیاست او د ژوند ټولنیزه فلسفه
ټولو ته مالومه ده چې ستاسو په صداقت او ایماندارۍ کې هیڅ شک نشته، او ستاسو ژمنتوب، مینه او لېوالتیا چې تاسو یې د خپلو موخو او اهدافو په اړه لرئ، هیڅ ډول تصدیق ته اړتیا نه لري. ددې ترڅنګ ستاسو د ځان ویاړنې حس هغه څه دي چې ټول پاکستان افتخار په کوي.
تاسو د پاکستان، افغانستان، سعودی عربستان، امریکا او ټولې نړۍ لپاره ډېر څه وکړل خو ددې هرڅه په ځواب کې مو وینه، درد او بدنامي ترلاسه کړل. صبر….، دا هرڅه په تاسو خدای نه، بلکې انسانانو، او تش په نوم وړونو وکړل.
یو وخت په تاسو د ملت بابا قائد اعظم محمد علی جناح په تاسو باور درلود، تاسو ته یې په درنه او د مسوولیت په سترګه کتل. او تاسو چې د دې هرڅه په بدل کې موږته راکړل، زموږ دا پیاوړی پوځ یې هم ممکن د راکولو توان ونه لري. زه هم د ملت د بابا په څېر په تاسو ویاړم.
خو تر ۱۹۸۰ میلادي کال راوروسته له تاسو څخه ناوړه ګټه واخیستل شوه، استعمال کړل شوئ، ژوبل شوئ، سرونه مو له تنه بېل کړل شول، ووژل شوئ او نړۍ ته د سترو ترهګرو په توګه وروپېژندل شوئ. دا په داسي حال کې وه چې تاسو د ضیا او د هغه د عربو وړونو تر مشرۍ لاندي د امریکا د پانګوال نظام لپاره "سپېڅلې جګړه" وکړه. امریکایانو ډالر درکړل، عربستان آیډیالوژیکي زمینې درکړې، ضیا د یوه سټراټیجیسټ په توګه ستاسو د قتل پلان شوې سټراتیژي درکړه. ددغه کار په پایله کې مو د روس د پخوانۍاتحادیې سرتېري وشړل، امریکا د نړۍ د ابرځواک په توګه راغله، ضیا په هغو اویا حورو پسې ولاړ چې ده ته منتظیرې وې، او عربستان له امریکا سره یوځای دا بری ولمانځی.
که مو یاد وي تاسو "جهادیان"، "غازیان" او د ضیا وړونه وئ، خو تر هغه مهاله چې جګړې دوام درلود. مګر کله چې جګړه پای ته ورسېده نو تاسو د احمقانو، ترهګرو او د نړۍ د سولې د سترو دښمنانو په نومونو یادو شوئ.
دا یو غمګین داستان دی. دا هغه تېره شوې ترخه تجربه ده چې تاسو ته یې خونړی حال [اوس] در کړی دی. دا هغه څه دي چې ستاسو وړونو درسره وکړل.
اوس پوښتنه داده چې: له دغې جګړې چا څه تر لاسه کړل؟ پاکستان او افغانستان دواړه د خپلې زړورتیا او د خپلو وړونو او دوستانو د رفاقت تر ټولو ستر قیمت ورکوي، او دا یو تریخ حقیقت دی.
دا خو هغه څه دي چې تېر شوي او د تاریخ برخه ګرځېدلي چې بدلون یې زموږ د وس کار نه دی. ځکه یې نو باید همداسي ومنو.
خو راشئ چې اوس په دې اړه وږغېږو چې موږ پنجابیان ولې پر تاسو د خپلو باوري دوستانو په توګه باور نشو کولای؟ آیا د باور ددغه نشتوالي تر شا کوم دلیل شته که څنګه. اوس مې هم یاد دي. کله چې ماشوم وم تل به مې هڅه کوله چې له کوره بهر ووزم. خو مور به مې له دې کاره راګرځولم او ویل به یې: "بهر مه وزه. په کوڅو کې پټانان ګرځي او غلا به دي کړي". باور وکړئ چې ددغې خبرې په اورېدو سره به زه له تاسو ډېر ډارېدلم.
وروسته لاهور ته راغلم. دلته مې هم په لومړي سر کې ستاسو په باره کې داسي څه واورېدل چې زه یې وډارولم: "پټانان چټل دي. نسوار، سګرېټ، بېخونده خواړه یې خوښېږي، او احمقانه دودونه پالي. نجونې یې نه خوښوي. اکثریت یې همجنس بازان دي. نو هڅه وکړه چې ځان لېري ورڅخه وساتې". دا هغه څه و چې له خپلو ملګرو، د هغوی له ملګرو او عامو خلکو څخه مې اورېدل.
له بده مرغه په پوهنتون کې د داخلې پر مهال مې د پټانانو په باره کې ډېر منفي تصور درلود. کله چې مې ټولګي ته د تګ په لومړۍ ورځ یو شمېر پټانان هم د خپلو ټولګیوالو په توګه ولېدل نو د هغوی په اړه مې ډېر منفي شیان ذهن ته راتلل: انسان تښتونکي، سخت زړي، همجنس بازان، ……
خو له دې هر څه سره سره مې له هغوی سره لوستونه پیل کړل او له هغوی سره د ناستې – پاستې په اړه زړه نازړه وم. خو په عمل کې مې په هغوی کې د هغه څه څخه خلاف څه لیدل چې په اړه مې یې اورېدلي ول. تر پنجابیانو ډېر مینه ناک، زما په ټولنیزه کړئ کې تر نورو ډېر ریښتیني، ډېر هوښیار، ډېر ژبور، او تر موږ ډېر د پاکستان خواخوږي. دا هغه څه دي چې د پښتنو په اړه مې په خپل ټولګي کې او له هغوی سره د ډېرې ناستې – پاستې په ترڅ کې زده کړل.
وروسته مې ستاسو په اړه مطالعه پیل کړه. غوښتل مې چې ستاسو د کولتور، ودونو د دود، بدل او پښتونولۍ په باره کې ډېر مطالعه وکړم. په پایله کې پوه شوم چې په یوه داسي پاکستان کې چې هر څوک د هویت د کړکېچ له امله مبارزه کوي، ستاسو د هویت حس ډېر ځواکمن دی.
له ښه مرغه یو وخت د پېښور پوهنتون په "ترډ انټرنیشنل سکول" پروګرام کې د ګډون کونکي په توګه وټاکل شوم. ستاسو سنتي خواړه مې وخوړل او ستاسو چای مې وڅکلې. افغاني پلو مې خوښ دی او غواړم چې په پېښور کې خپل انډیوالان ساجد او عابد بیا ووینم.
له دې هرڅه څخه مې هدف دادی چې: ګرانو پښتنو ملګرو، په پاکستان کې ستاسو په اړه ډېر بدشانته کلي قضاوت شوی. دا کار چا کړی؟ هیڅ نه پوهېږم. خو دومره پوهېږم چې دا کار په ډېر مهارت شوی تر څو په دغه هېواد کې د "موږ" او "دوی" ترمنځ وېشونکې کرښه تل تر تله موجوده وي.
تر ټولو د خواشینۍ ځای لا دا دی چې دلته ترهګرۍ ته قومي اساس ایښودل کېږي او ډېری پنجابیان فکر کوي چې پښتانه بد خلک او جابر او تندلاري دي. زموږ پولیس د خبرپاڼو له لارې له موږه غواړي چې د هغو چای پلورونکو پټانانو په اړه سمدستي راپور ورکړو چې کړه وړه یې سنتي ښکاري. ددغې خبرپاڼې په لوستلو خپه شوم. دومره خپه چې سترګې مې د اوښکو ډکې شوې.
دا لیک مې له تاسو سره د مینې لپاره ولیکی، نه د خواخوږی له امله. ځکه زه پوهېږم چې تاسو نه خواخوږۍ ته اړتیا لرئ او نه یې خوښوئ. زه یو داسي پنجابی یم چې باور لرم تاسو ناسم معرفي شوي یاست، په اړه مو نیمګړې مطالعه شوې، او ناسمه ګټه درڅخه پورته شوې. نو د یوه پنجابي په توګه ږغ درباني کوم چې راشئ او له عامو پنجابیانو سره د ناستې – پاستې له لارې دا په زبات ورسوئ چې ستاسو په باره کې یې تصویر کاملا ناسم دی. راشئ او دغو خلکو ته د مینې چل وښیاست او ورته ووایاست چې ریښتینولي، پاکستانیتوب، او تر ټولو مهمه دا چې پښتونواله یعني څه.
عافیت مو په برخه!