کور / خبرتیا او پيغامونه / د ارواښاد اکاډميسن ظاهر افق پر مړينه خواخوږۍ پيغام

د ارواښاد اکاډميسن ظاهر افق پر مړينه خواخوږۍ پيغام

دخواخوږۍ پيغام

 

سويډن – دمالموښار

په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دخواخوږی پيغام !
په زياته خواشينۍ موخبر تر لاسه کړ چي دهيواد وتلی اوپېژندل سياسی شخصيت ،ليکوال اکاډميسن ظاهر افق دورپېښي ناروغۍ له امله دتل لپاره دخپلی کورنۍ ،دوستانو اويارونو څخه د ابدي دنيا په لور وکوچېد.

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ

ددې غملړلی خبر په اوريدوډير زیات  خواشنۍ سوم . ځکه ما دا محترم مشر،علمی اوسياسی شخصيت ،دغښتلی ارادې اوقلم څښتن له نږدېشاوخوا ۴۵ کاله پيژندی ،دهغه دملی مبارزې ،وطنی احساس اوهيوادوالوسره ناپايه مينه یې  راته معلومه وه .هغه په رښتيا يو هوښياراوزړه ور سياستوال اوعالم شخصيت وو . دهغه خيالات اومفکوره سيمه ايز اوقومی نه بلکی دټول افغان ولس دروښانه راتلونکی اوبشپړ افغانستان لپاره وه ،هغه دټول بشريت لپاره دهوسا اوبسيا ژوند هيله لرل .

موږ دهغه مړينه  نه يوازي دهيواد روڼ اندي کهول بلکي ټول هيوادوالو لپاره چي دبشريت له ښېرازه ژوند سره مينه اوعلاقه لري يوه لويه ملیاوعلمی ضايع بولو. هغه په رښتيا يولوي شخصيت ،دلوړوافکارو او اندېښنوخاوند وو .

موږ پداسي حال کښي چي ددې ملي مبارز دکورنۍ ټولو غړو،دوستانو اوعلاقمندانو سره ځان پدې سترغم  کي ځان شريک بولو ټولوته دلوی خداي له دربارنه دزړه صبرپه غو ښتلو دمرحوم روح ته په دعا کولو سره هغه ته دفردوس جنت  غوښتنه کوو.  روح دې ښاد اويادې ابدي وي .

 

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې  دمشرتابه جرگې په استازيتوب

حبيب الله غمخور