له پاکستان سره د افغان دولت ستراتيژيکي چلند
عنايت الله کاکړ
سره له دې چې زه د یوه داسې مسلمان افغان په صفت چې له خاپوړو نيولې تر دکتورا پورې مې ټول ژوند په پاکستان کې تېر شوی، د دوو مسلمانو وروڼو ګاونډیو هېوادونو تر منځ د اړو دوړ او ناندريو پلوی قطعاً نه یم، خو د سياسي اوضاع د یوه څارونکي په ډول خپل لاندې تحليل درسره شريکوم:
په اوږده موده کې دا لومړی ځل دی چې افغان دولت له پاکستان سره په ناندريزه اړیکو کې ستراتيژيکي چلند کوي او نتیجتاً پاکستان په خپل سياست کې پاتې راځي.
په پاکستان کې د وروستیو چاودنو او وژنو وروسته په سياسي او ولسي کړیو کې پر دې خبره شدید بحثونه راوپاريدل چې پوځ د ضرب عضب د عملیاتو او همدا راز د ترهګرۍ د مهارولو په اړه د ملي ستراتيژيکي پلان په پايله کې د ترهګريزه پېښو د ختمیدو او د هغو د عاملينو د یومخيزه تصفيې ادعا کړي وه. خو په لاهور او سیهون کې د وسله والو مخالفینو له لوري د وژونکو چاودنو نه په ډاګه شوه چې پوځ په خپلو ادعاګانو کې مبالغه کړي وه، هماغه وو چې پوځ تر سخت ولسي انتقاد لاندې راغی او نتیجتاً پوځ او ورسره تړلو استخباراتي بنسټونو له یوه پلوه په کور دننه د ردالفساد په نامه پراخ عملیات پيل کړل او له بل پلوه یې په سملاسي ډول د چاودنو د پړې ګوته کابل ته ونيوله. پوځ د دې لپاره چې د کابل پر خلاف یوه ولسي ټیمپو جوړه کړي، یو خو یې رسنيزو تبلیغاتو ته زور ورکړ او بل یې د ډیورنډ پر کرښه پراته ټول بندرونه وتړل.
په اسلام آباد کې ستراتيژستانو فکر کاوه چې د بندرونو په تړلو سره به په افغانستان کې د موادو کاختي رامنځته شي او له امله به یې بشري ناورین جوړ شي چې دا څه به د افغانستان حکومت له وارخطائي سره مخامخ کړي. دوي دا فکر هم کاوه چې افغان ولسمشر اشرف غني به په اسلام آباد کې د ایکو د سازمان د سرمشرانو په غونډه کې ارو مرو ګډون کوي. پاکستان به له موقع په استفادې سره په یوه ډز دوه مرغۍ وولي، لومړی به د ایکو د سرمشرانو ذهنیت په پاکستان کې د کابل د مداخلې په اړه جوړ کړي، هغوي به پر کابل فشار او نهایتاً منځګړيتوب ته وهڅوي او د همدغه منځګړیتوب په پايله کې به له کابل نه د نه مداخلې او د پاکستاني ټوپکوالو د منزوي کولو په تړاو ګارنټي ترلاسه کړي او دوهم به په اصطلاح د ښه نيّت به بڼه په همدغه کانفرانس کې د بندرونو د پرانستلو اعلان وکړي.
خو افغان لوري نه یواځې دا چې د بندرونو په تړل کيدا یې هېڅ سر ونه خوږاوه، بلکې د ایکو سرمشريزه یې هم بایکاټ کړه. پاکستان بیا هم فکر کاوه چې کابل به لا اقل د باندنیو چارو ګونګی ورته را واستوي او دوي ته به د اوړو یوه پوزه جوړه شي، خو کابل یواځې د ښاغلي زاخيلوال پر ګډون بسنه وکړه.
کابل ښايي دا ځل سنجش کړی وي چې د بديلو تجارتي بندرونو د لرلو له امله د پاکستان له انحصاره خلاص دی، که فرضاً پاکستان پوله تړي نو اقتصادي ضربه به ده ته متوجه وي او افغانان یواځې ښايي د مسافرينو د تګ راتګ په برخه کې له عارضي ستونزې سره مخامخ شي، ځکه یې اصلاً پر دې موضوع هیڅ سر ونه خوږاوه آن تر دې چې ولسمشر غني پارلمان ته د وینا پر مهال د پولې تړل کیدا ته هیڅ اشاره هم ونکړه.
د افغان سفير دې اعلان چې که اسلام آباد بندر نه پرانيزي نو افغان دولت به دلته ايسار مسافرين د هوا له لارې هیواد ته وليږدوي، اسلام آباد سخت خواشينی کړ او د بندرونو د خلاصيدا وروستنۍ رسمي موقع یې هم د دوي له لاسه و ايستله.
هماغه وو چې اسلام اباد اړ شو چې په یو طرفه ډول د بندر د موقتې پرانيستنې اعلان وکړي، خو که مو پام کړی وي د افغانانو په اوښتلو کې د پاکستاني پوځي افسرانو له لورې په یوه او بل نامه سکتګي رامنځته شوه او په لومړۍ ورځ له لسګونو زرو ايسارو خلکو نه یواځې دری زره یې پرېښودل شول. دا څه ښيي چې پاکستان ښايي په راتلونکو څو ورځو کې یو ځل بیا د پولو د پرانستلو اعلان وکړي او ملګري ملتونه او یا هم د بشري حقونو کوم بنسټ ترې غوښتنه وکړي، کیدای شي د بشري خواخوږۍ په نامه یې بېرته پرانيزي….!