کور / رسنۍ / د جغتو مهالنۍ پرله پسې لسمه ګڼه چاپ شوه

د جغتو مهالنۍ پرله پسې لسمه ګڼه چاپ شوه

د جغتو مدني او کلتوري بهیر په ویاړ  سره د (جغتو مهالنۍ) د لسمې ګڼې د چاپ اعلان کوي چې له  وردګو څخه خپریږي او د هیواد د یو شمیر لیکوالو په زړه پورې لیکنې د مینه والو مخې ته ږدي. د غه ګڼه د ۱۲ مخونو په درلودلو سره تازه له چاپه راووته.
په دې ګڼه کې ډول ډول لیکنې خپرې شوې چې عنوانونه یې په لاندې ډول دي: له ستونزو څخه د خلاصون لاره (سرلیکنه)،حسد یا کینه او د هغه بدې اغیزې، د ټولنې په جوړولو کې د کورنۍ ونډه (لومړۍ برخه)، د خوب د نړۍ له اسرارو څخه، وردګ قوم ولې ګوښه کیږي، د وردګو په اړه څیړنه ( څلورمه برخه)، درې بدمرغه انسانان، نشه یي توکي یا د بدبختیو زیږند، د زړه خبرې، آتمه مڼې ګل کتاب چاپ شو، د کادرونو ستونزه او د دولت مسوولیت، د نفس آرامتیا، د مښکو ولونه،  شعرونه او داسې نور مطالب تشکیلوي.
د جغتو د مدني او کلتوري بهیر لارویان د هیواد له ټولو زړه سواندو شخصیتونو، لیکوالو، روڼ آندو او خواخوږو څخه په ډیره درناوۍ هیله کوي چې د خپلو خوږو لیکنو، تعمیري نیوکو، رغنده وړاندیزونو او هر اړخیزو مرستو په کولو سره په دې لاره کې زموږ مټې لا  غښتلې کړي.
جغتو د هیواد په مرکز او ولایتونو کې له کتاب پلورنځیو څخه ترلاسه کولای شی او هغه څوک چې  انټرنیټ ته لاس رسي لري د جغتو د بریښناپاڼې له لارې یې لوستلی شي چې ډیر ژر به په لیکه شي تاسو ټول یې لوستلو ته رابولو.
جغتو مهالنۍ ته خپلې لیکنې، وړاندیزونه، نیوکې او لیکونه په لاندې پته رالیږلی شی.
مینه او مننه
ګل آغا احمدي وردګ
د جغتو مدني او کلتوري بهیر
بریښنا لیک: jaghatumagazine@gamil.com
بریښنالیک:
gulaghaa@yahoo.com
بریښنا پاڼه:
www.benawa.com/rasanay/jaghato
د تماس شمیرې: 0093799301833
                     0093799448195