کور / تازه خبرونه / کندهار مرستيال والي ناببره د پوهني رياست څارنه وکړه

کندهار مرستيال والي ناببره د پوهني رياست څارنه وکړه

مرستيال والي عبدالحنان منيب نن په ناببره توګه د کندهار د پوهني رياست ته ولاړ او هلته يې د ارزوني برمهال هغه اووه ديرش تنه مامورين غير حاضر کړه چې پر وخت دندي ته نه ول حاضر سوي او يا خو حاضر وه او حاضري يې نه ول لاسليک کړې.

نوموړي ددي ارزوني څخه وروسته چې د پوهني په برخه کې هيڅ ډول غفتل، درغلي او نور د منلو وړ نه دي او هغه کسان چې غير حاضر وه رسمي استلام به ځيني وسي.

د منيب په وينا چې په ياد رياست کې کوچنى او لويې ستونزي وي چې د کوچنيو ستونزو لپاره لارښوونه ورته وسوه او لويې ستونزي چې په مرکزي حکومت اړه لري په ګډه به يې اقدامات تر سره کړي.

عبدالمنان ارغند