کور / تازه خبرونه / جنرال رازق: د والي اشپز د میلمستون په حمله کې لاس درلود

جنرال رازق: د والي اشپز د میلمستون په حمله کې لاس درلود

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي چي د کندهار د والي د ميلمستون د پېښي رابط کسان نیول سوي دي.

جنرال رازق وویل چې د کندهار د والي د میلمستون د مرگونې پیښې د پلټنو پایلې به ډیر ژر د عربي متحده اماراتو، امریکایي او افغاني تحقیقاتي ټیمونو له لورې اعلان شي.

د کندهار امنیه قوماندان وویل چې د والي د ميلمستون د اشپز په ګډون، یو شمیر کسان نیول شوي او د هغه په وینا "دغه خاينینو او مجرمینو ته به سزا ورکول کیږي."

جنرال عبدالرازق بیا هم ادعا وکړه چې دا حمله په بهر کې طرحه شوې وه. هغه وویل د پلټنو جزیات ښيي چې "دا برید د پاکستان په کوټې کې د طالبانو شورا د پاکستان د څارګري ادارې په مرسته تنظیم کړی و."

هغه زیاته یې کړه چي "د پیښې د ښه وضاحت روښانتیا او ښه څېړلو لپاره د اماراتو حکومت امریکايي ټیم او د افغان حکومت خاص تحقیقاتي ټیمونه بوخت دي" او پايلي به ډیر ژر اعلان شي.

شاوخوا درې میاشتې دمخه د کندهار د والي په میلمستون کې دوه غبرګې چاودنې وشوې چې د متحده عربي اماراتو د شپږو ډیپلوماتانو او د والي د مرستیال په ګډون یې ۱۱ تنه ووژل. پخپله والي او ۱۷ تنه نور په پیښه کې سخت ټپیان شول.

صدیق الله پوپل