کور / تازه خبرونه / د ټولګټو وزارت کندهار روزګان سړک جوړوي

د ټولګټو وزارت کندهار روزګان سړک جوړوي

فوايد عامې وزارت د سړکونو د څارني او ساتني معين عبدالرحمان صلاحي کندهار ته د کندهار-روزګان سړک د جوړولو په موخه سفر وکړ.

ښاغلي صلاحي له کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي سره په ولايت مقام کي د ليدني پر مهال وويل چي دې ولايت ته يې د کندهار-روزګان سړک د جوړولو په موخه سفر کړی او دا ۴۰ کيلومتره سړک به د فوايد عامې او دفاع وزارت په مرسته په څلورو برخو کي جوړ سي چي لومړۍ برخه به يې جغل اندازي وي.

کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي له فوايد عامې وزارت څخه مننه وکړه چي تر ډېرو هلوځلو وروسته يې د ولايتي ادارې دا غوښتنه ومنله او د دې سړک جوړولو ته يې زړه ښه کړ. هغه زياته کړه دا يوه ډېره حياتي پروژه ده چي کندهار او روزګان سره پيوستوي او له دې سره به د دواړو ولاياتو تر منځ تګ راتګ ډېر اسانه سي.

نوموړي ټينګار وکړ چي د دې سړک د جوړېدو چاري بايد په ډېري چټکۍ سر ته ورسيږي او تر راتلونکي عقرب مياشت پوري يې بايد د جغل اندازۍ چاري چي لومړۍ پروژه ده، پای ته ورسيږي. د دې سړک څارنه به د ځانګړي کمېټې له خوا کيږي چي مشري به يې د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالی دستګيري کوي.