کور / تازه خبرونه / د مسکو د سولي تیاری او د امریکا نوي ۱۵۰۰ پوځیان افغانستان ته پر لاري دي

د مسکو د سولي تیاری او د امریکا نوي ۱۵۰۰ پوځیان افغانستان ته پر لاري دي

سنګين ولسوالي لراوبر

د امريکايي پوځ د تازه اعلاميې له مخي؛ افغانستان ته د یو نیم زر تازه پوځیانو د رالیږلو ژمنه سوې؛ چي د روان کال تر دوبي پوري به ځای پر ځای سي .

دا نوي پوځيان به په هغو سیمو کښي د افغان پوځ روزنه، همکاري او ملاتړ کوي؛ چيري چي فعلا طالب او داعش وسلوال ډیر حضور لري .

امريکا په افغانستان کښي تراوسه ۸۵۰۰ پوځیان درلودل چي پدې سره به د ټولو پوځيانو شمیر لس زرو ته ورسیږي .

د امریکايي پوځ په دغو تازه دمو پوځیانو کښي هغه پوځیان هم شتون لري کوم چي په ۲۰۱۴  زیږدیز کال کي له افغانستانه بیرته خپلو کورونو ته ستانه سوي وه .

خونړی برید :
د امريکايي پوځیانو د زیاتولو خبر پداسي حال کي ورکول کيږي؛ چي په بلخ ولایت کي د ملي اردو پر یو پوځي مرکز؛ شاهین ۲۰۹؛ باندي د طالب وسلوالو له لوري ډلیز-څو ساعته برید ترسره سو چي شاوخوا  ۱۴۰ پوځيان پکښي مړه او ۱۶۰ نور زخميان سول . د راپورونو له مخي، برید د غرمې د ډوډۍ او د جمعې د لمانځه پر وخت پلان سوئ وو . دا برید پر افغان پوځیانو تر ټولو خونړی او د ځینو په قول بي رحمانه بلل سوئ دئ . 

 

د سولي تیاری :

د یو بل خبر له مخي؛ مسکو ډاډ ورکړئ چي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ روغي -جوړي ته پوره امادګي لري او منځګړیتوب به يې پر غاړه اخلي .او پدې اړه د سیمي د هیوادونو سره يوه امنیتي غونډه هم په تیرو ورځو کښي تر سره سول .

 

لنډیز/ژباړه : خاکسیر