دغلته ناوې ځوانيمرګه شوله

د لراوبر اداره | جولای 11th, 2008


نن مې يوداسې بدخبرواوريده
چې مې زړګي ته ټكانونه راغلل
نن دكوم كلي په وګړوباندې
له شنه آسمانه سره اورونه راغلل
دكوم واده په سندريزه فضا
ربه ژړاغوني اوازونه راغلل
ښكلي ټپې يې په سرووينوسرې دي
دهرورڅي په سربامونه راغلل
هلته دوخت فرغون وخرښيده
دلته دوينوسېلابونه راغلل
تورې بلاوې په هواګرځيدې
په ځمكه توردغم دودونه راغلل
ابۍ دخپل بچي په ويركې ژړل
په سپين سهارتورمښامونه راغلل
نن مې يوداسې بدخبرواوريده
چې مې زړګي ته ټكانونه راغلل



دغلته ناوې ځوانيمرګه شوله
دلته هم زوم هم يې آرمان شهيددى
دآرمان ډك زړونه تاله واله شول
يودوه خوناواړه كاروان شهيددى
پكې سُرخولي ماشومان ورېژيدل
دلته دمينې ډك داستان شهيددى
واړه حقونه د بشر ژوبل شول
مينه شهيده شوه جانان شهيددى
چې يې ملګروبدرګه كوله
آه دواده څه ښكلى ځوان شهيددى
ناوې په سرووينوكې لته پته
بنګړي تاله شول اوپېزوان شهيددى
په خپلووينويې لاسونه سره دي
په ښكلي ژوند يې طوفانونه راغلل
نن مې يوداسې بدخبرواوريده
چې مې زړګي ته ټكانونه راغلل



خوله بګرامه خپريدونكى خبر
وايي چې مونږتروريستان وژلي
مونږدواده په خوشحالۍ څه خبر
بس نن موګڼ شمېرافغانان وژلي
دغه زمونږه سليبيت ته ګواښ دى
ځكه مو هغه ماشومان وژلي
ناوې ته نوم دجنګيالي وركوي
وايي چې ټول مودښمنان وژلي
بياولسمشر كميسيون وټاكه
چې ورشى دايې كوم كسان وژلي
جيب يې ورډك كړى چې نورغږونكړي
چې يې زمونږه خپل خپلوان وژلي
ګني په كوريې سره فوځونه راغلل
نن مې يوداسې بدخبرواوريده
چې مې زړګي ته ټكانونه راغلل
بيادكوم كلي په وګړوباندې
له شنه آسمانه سره اورونه راغلل


اوكرائين ادېسه

Copyright Larawbar 2007-2024