کور / تازه خبرونه / د سرحدونو وزارت پر #durandline فرضي خط د بیا کتني هرکلی کوي

د سرحدونو وزارت پر #durandline فرضي خط د بیا کتني هرکلی کوي

دسرحدونواوقبایلو چارو وزارت د ډیورند دفرضي کرښې په اړه د اروپایي پارلمان د مرستیال ریچارد چارنسکي له څرګندونو څخه، چې ویلي یې دي امریکا او اروپا باید د پاکستان د تروریستي پالیسۍ د پای ته رسولو لپاره پر ډیورند فرضي کرښه له سره کتنه وکړې هرکلی کوي.
نوموړی پارلماني لوړپوړی چارواکی زیاتوي، چې باید لوید یځوال د افغانستان تاریخي حق پرځای کړي اوهغه وخت راغلی، چې د ډیورند د فرضي کرښې په ایستلوکې تاریخي تېرو تنه جبران او د تاریخي حقیقتونو پراساس پخوانۍ پوله احیا کړي، بلوڅ او پښتانه چې په زور جلا کړی شوي، بیرته له اصلي سیمې سره یو ځای او د افغانستان ترحاکمیت لاندې راوستل شي.
ښاغلي چارنسکي همداراز پاکستان پړبللئ، چې پرډیورند فرضي کرښه د برلاسی لپاره په سیمه کې لاسوهنو او بې ثباتۍ ته دوام ورکوي.
دښاغلي چارنسکي څرګندونې، چې د ډیورند فرضي کرښه یې مصنوعي او دبریتانیا یې ښکیلاک له لوري پرافغانستان په زور تپل شوې کرښه بللې یو حقیقت دئ.
دا د افغانستان د دریځ د حقانیت ثبوت دئ، دا د افغانانو تاریخي داعیه ده، ترڅو چې تاریخي افغانستان تجزیه وي او دغه ولس نه وي یوځای شوئ ثبات نشي را تلائ.
بهرنیانو باید له پخوا په دې اړه غورکړئ وائ، خو چې اوس هم تاریخي حقیقتونوته پام کوي لا دوخته دئ. د سرحدونواو قبایلو چارو وزارت او افغان ولس یې هرکلی کوي.