کور / تازه خبرونه / په هلمند کي ۱۹ طالب جنګياليو ته مرګ ژوبله اوښتې

په هلمند کي ۱۹ طالب جنګياليو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

 

د هلمند : په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ طالب جنګياليو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند په سنګين او ګرمسېر ولسواليو کې د پوځي عملياتو له مخې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور يې ټپيان دي.

تېره ورځ د ګرمسېر ولسوالۍ جګروم او کاريزک سيمو کې د ملي اردو کمانډو ځواکونو له لوري د وسله والو مخالفينو پر پټڼځايونو ځانګړي عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يي ۶ طالب جنګيالي وژل شوي، درې تنه ټپيان او څلور عرادې وسايط يې ويجاړ شوي دي.

د يوه بل خبر له مخې د سنګين ولسوالۍ امنيتي کمربندو کې ۳ طالب وسله وال وژل شوي او څلور تنه نور يې ټپيان شوي دي.

په يادو نښتو کې افغان امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی.

د ويلو ده چې د هلمند په نادعلي، ګرمسېر، سنګين، ناوې، د لښکرګاه شاخوا او يو شمېر نورو سيمو کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو پوځي عمليات په برياليتوب سره دوام لري.