کور / سياسي / د معمر القذافي وخت لیبیا په اړه لس ناویل شوې خبرې

د معمر القذافي وخت لیبیا په اړه لس ناویل شوې خبرې

ژباړن: رشاد بهیر ګردیوال

1- کور درلودل په لیبیا طبیعي بشري حق و. 

د فذافي په زرغون کتاب کې لیکل شوی: کور د فرد او کورنۍ بنسټیزه اړتیا ده، نو باید یې ولري. د قذافي زرغون کتاب د هغه د فلسفي رسمي کتاب و چې لومړی ځل په ۱۹۷۵ کې چاپ شو او په ټولو لیبیانو یې لوسل فرض و او حتی په رسمي نصاب کې شامل و. 

2- ښوونه او روزنه او طبي درملنه ټول وړیا وو

د قذافي وخت لیبیا روغتیايي خدمات په منځني ختیځ او افریکا کې تر ټولو معیاري خدمات وو. که به لیبیایي استوګنو ته له هیواد بهر د زده کړې یا درملنې اړتیا شو نو دولت به یې لګښتونه ورکول او بیرون ته به یې استول.

3- قذابي په نړۍ کې د اوبه خور تر ټولو ستره پروژه د لاس لاندې لرله

 

په نړۍ کې د اوبه خور تر ټولو ستر سیستم چې د مصنوعي سیند په نامه هم یادیدله داسې ډیزاین شوې وه چې په ټولو لیبیا کې خلک د کرنېز سکتور ښه والي لپاره پریمانه اوبو ته لاس رسی ولري. دا پروژه د لیبیا د هغه وخت حکومت لخوا تمویل کیده او قذاقي به د نړۍ د اته عجایبو څخه ګڼله (۷ عجایب وار له مخه وو خو قذافي به ویل چې دا به یې اتم وي)

 

4- د کرنیزې سوداګرۍ پیل وړیا و

 

که به هر لیبیایي وګړي وغوښتل چې کرنیزه سوداګري پیل کړي هغه ته به یو کور، د کښت ځمکه، څاروي او تخم په وړیا ډول ورکول کیده.

5- مور ته به د کوچني د زیږون سره سم یو ډالۍ ورکول کیده

که به یوې لیبیایې میرمنې کوچنی وزیږاوه نو دې او کړچني ته به یې پنځه زره امریکایي ډالره د ډالۍ په ډول ورکول کیدل

6- برښنا وړیا وه

په ټوله لیبیا کې برښنا وړیا وه، په دې مانا چې په مطلق ډول د برښنا په نامه بیل نه و

7- ارزانه پیټرول

د فذافي حکومت په دوران کې پیټرول او ډیزل ډیر ارزانه وو او یول لیتر یې څوارلس سینټه و چې نن سبا نهه یا لس افغانۍ کیږي. 

8- د قذافي پر مهال د زده کړو سطحه لوړه شوه

 

د فذافي دورې نه مخکې یواځې ۲۵ سلنه خلک لوستي و خو د قذافي پر مهال ۸۷ سلنې ته ورسیده چې ۲۵ سلنه یې د پوهنتون په سطحه زده کړې وې. 

9- لیبیا خپل دولتي بانک درلود

د لیبیا دولتي بانک به خپلو خلکو ته داسې پورونه ورکول چې سود یې ترې نه اخیست. او بله دا چې لیبیا د هیڅ بیرونې هیواد پوروړې نه وه. 

10- طلایي دینار

د طرابلس له سقوط او قذافي له ماتې څخه مخکې، هغه هڅه کوله چې د ټولې افریقې لپاره داسې یوه کرنسي رامنځته کړي چې د سرو زرو سره تړلې وي. او هڅه یې وه چې د افریقایي طلایي دینار د چلش له مخې سوادګري عامه کړي. دې کار ښایي د نړۍ اقتصاد ته یو ډراماټیک بدلون ورکړی و.  

 

http://www.globalresearch.ca/libya-ten-things-about-gaddafi-they-dont-want-you-to-know/5414289