د مشال شهيد دردوونکې کيسه
د دوه سوه اویا کلدارو تر شاه پرته، خو دردونکي کېسه
فدامحمد باران
وايي د مشال خان د مرګ پر وخت یې په جیب کې دوه سوه اویا کلدارې پرتې وي.
مشال خان تر مرګ څو ورځې وړاندې ځان ته یو نظم لیکلی و.
له ده خپل ځان ورک وي، د پیدا کولو لپاره یې د پولیسو حوزې ته ځي او عریضه کوي.
د حوزې آمر ورته په ژړغوني انداز وایي، چې تر اوسه مو پیدا کړی نه دی، خوږ موږ پوره پوره هڅه کوو، چې ستا ځان پیدا کړو؛ ولې دا مالومه نه ده چې ستا ځان به موږ چېرته د سړک په غاړه ژوندی پیدا کوو یا که په کوم روغتون کې زخمي پروت به په لاس راځي؟ او که یا هم چېرته به ستا بې ساه ځان مومو؟
مشال له حوزې راستنیږي، ګلفروشۍ ته ځي، چې کچېرته یې ځان د سړک پر غاړه ژوندی وموندلو، د ځان ښه راغلاست وکړي. درملتون ته ور تاویږي چې کچېرته یې ځان زخمي په لاس ورغی، درملنه یې وکړي. د پرهرونو تړلو لپاره پټۍ او د درد ګولۍ واخلي.
د کفن پلورنکي هټۍ ته ور خیژي، چې که بې ساه ځان یې وموند، کفنو کې یې را ونغاړي.
کېسه دا ده چې د مشال جیب کې خو دوه سوه اویا کلدارې وي، که ګل پلورونکي ورته د ګلونو نرخ پنځه سوه ویلې وي، له دوکان به تر ترخي موسکا وروسته په دې نیت را کوز وي چې ځه ځان مې دی، په دې شیانو به نه خپه کېږي، که مې ولیدو، کلکه غېږه به ترې تاو کړم، وجود پسې به یې جوخت ونیسم، له ډېرې مینې به ورته وژاړم او ښکل به یې کړم.
خو چې درملتون نه به په کوم نیت راوتی وي؟!
ځان شیرین دی، انسان یې ناجوړ حالت کې کله لېدلی شي. ده به د درملتون مسول ته ويلې وي، چې نورې پیسې دې را باندې قرض شوې، بیا به یې درته درکړم؟! که ورته ویلې به یې وي، چې زه د پوهنتون زده کړیال یم، همدا دوه سوه اویا کلدارې لرم، نورې پیسې را سره نه شته، هیله کوم، ما سره مرسته وکړه او نورې پیسې راته وبښه؟ او که د درملتون مسول به ناهیلی لیږلی وي او ورته ویلې به یې وي، چې وبښه! زه خو مې له جیبه تاوان نه شم کولی؟ ځکه د هغه روغتون مسولین چې دا ده ځان پکې زخمي پیدا کېږي د وړیا درملنې نه تنګ راغلي. دی مجبور دی چې ځان د درملنې لپاره بل روغتون ته انتقال کړي.
زه د ماشال خان له هغې خبرې نه، چې کله یې ځان په مرګوني حال کې پرهر پرهر پر لاس ورځي، دی د پوهنتون څوکېدار ته لومړی د اسلام مبارک دین کلمه تېروي او بیا غوښتنه ترې کوي چې روغتون ته یې ویسي، څه ډول برداشت وکړم؟
د درملتون مسول ناهیلی رحصت کړی؟ که روغتون کې یې له کوم ډاکټر سره خبره کړې چې کچېرته مې زخمي ځان پیدا کړو، ته یې وړیا درملنه وکړه؟
که داسي وی، څوکېدار به خامخا روغتون ته لېږدولی وی، خو و نه شول.
مشال خپل ځان مړ پیدا کړو.
د ماشال د قوم پر ځمکه خو کفن هم قیمته دي، دلته خو د ورځې په درځنو انسانان مري او په کفنو کې نغاړل کېږي.
مشال سره خو جیب کې دوه سوه اویا کلدارې وي، په دوه سوه اویا کلدارو خو د یو ځان پټولو هومره کفن نه کېږي.
مشال کفن واخیستل که بې کفنه یې ځان دفن کړو؟
مشال کفن پلورونکی قانع کړو که ده هم ناهیلی ولیږلو؟
مشال خان د کفن اخیستو دپاره څه وکړل؟
له ملګرو یې پیسې پور کړي چې ځان ته کفن پرې واخلي؟ که کفن پلورونکي ته یې وژړل چې د ده د ځان پټولو لپاره ده ته پر همدغه دوه سوه اویا کلدارې کفن ورکړي؛ تر څو خور ته یې څوک پیغور ورنه کړي، چې ستاسو مشال ځان بې کفنه دفن کړو؟
هغه خپل نظم کې تاسو د ډاډ درکولو په موخه ویلي چې ما کفن او شمعې واخیستي. زه یې ځکه نه منم چې هغه سره خو جیب کې دوه سوه اویا کلدارې وي. هغه خو موږ ته د ډاډ راکولو په موخه دا خبره کړي.
خو تاسو د ده د ځان یادلو په پار د شمعو په بلولو رټلی و؛ مګر دا ده هغه پوښتنه مو نه وه ځواب کړي چې د چا چې د کور څراغ مړ شي، کور په څه روښانه وساتي؟
یه د مشال قاتله قومه! ما ته ځواب راکړئ! هېله کوم! هېله کوم! هېله کوم!
ما مه لیونی کوئ! زه هيله کوم!
تاسو خو مشال ځکه مړ کړو چې ستاسو کورونه یې روڼول او تاسو پروژیی بللو. تاسو خو هغه د پردیو مزدور او ځان پلورونکی بللو.
هغه سره خو د ځان دفن کولو لپاره د کفن پیسې هم نه پوره کېدې.
نو تاسو ولې خپل مشال ووژلو؟ نو تاسو د هغه په جیب کې د هغه د ځان لپاره د کفن اخیستو پیسې لیدلي وي؟ په اړه مو یې پوښتنه کړي وه؟
که نه! نو ولې؟ ولې؟ ولې؟
دا دې دوه سوه اویا کلدارو تر شاه پرته کېسه خو هغه کسان لوستلی شي، چا چې ښوونځي ته د تګ پر وخت د بکسې تر څنګ د پخو لوبیاوو دیګ هم د ځان سره اخیستی وي، دیګ یې د ښوونځي ادارې کې سرښوونکي ته امانت ایښودلی وي. بکسه یې له ځان سره ټولګي ته وړي وي. په تفریح کې یې دیګ راخیستي او د ښوونځي په زده کوونکو یې لوبیا خرڅې کړي وي.
دا کېسه خو هغوی لوستلی شي چا چې په بکسه کې اضافه قلمونه او کتابچې هم اچولي وي، چې په تفریح کې یې پر نورو زده کوونکو خرڅې کړي وي؛ تر څو ځان پوهنتون ته پرې ورسوي.
دا دې کېسې مفهوم خو هغوی اخیستلی شي، چا ته چې خپلې ادکي د پردیو کورونو جامي ګنډلي او مینځلي وي، چې خپل زوی یې زده کړې وکړي، پوهنتون ووايي؛ تر څو خپل قوم او هیواد ته یې رڼا ورسیږي.
یه باغي قومه! تاسو هغه مشالونه وژنی چې ستاسو د کورونو د روښنایۍ په ارمان دي؟
که هو! ولې؟ ولې؟ ولې؟
که نه! تاسو ولې خپل مشالونه وژنی؟
ولې؟ ولې؟ ولې؟