کور / هراړخیز / راشيد خان څلورم لوبغاړی شو چې په یوه لوبه کې یې اووه لوبغاړي وسوځول

راشيد خان څلورم لوبغاړی شو چې په یوه لوبه کې یې اووه لوبغاړي وسوځول

لیکنه: حضرت عثمان نوري

افغانستان د نړیوالو یو ورځنېو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې د ویسټ انډيز په وړاندې پېل په حیرانوونکي بریا وکړ. په ډیرن سمي نړیوال لوبغالي کې د شنبې ورځ افغان کرکټ ملي لوبډلې د ویسټ انډیز په وړاندې په خپله لومړۍ پنځوس اوریزه سیالۍ کې د لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې د ټاکلو وروسته یې د ټولو اوورونو په لوبولو اود شپږو لوبغاړو په سوځيدو يې ټول ټال ۲۱۲ منډې جوړې کړې او د ۲۱۳ منډو هدف یې سیالې لوبډلې ته ورکړ.
د افغان توپوهونکو له لورې په دې سیالۍ کې تر ټولو زياتې منډې، جاويد احمدي ۸۱، ګلبدين نايب ۴۱، محمد نبي عيسی خيل ۲۷ او سميع الله شينواري ۲۲منډې جوړې کړې.

د ويسټ انډيز ملي لوبډله ونه توانيده چې ياد هدف ته ځان ورسوي. دوی د ۴۴،۴ اوورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۱۴۹ منډې جوړې کړې او لوبه يې د ۶۳ منډو په توپير افغان ملي لوبډلې ته وبايلله.


د افغان لوبډلې د توپ اچونکو له لوري راشېد خان ارمان ۷، ګلبدین نایب ۱ او دولت ځدراڼ ۲ لوبغاړی وسوځول.
د لوبې غوره لوبغاړ
ي جایزه هم ګوګلي ماسټر راشدخان ارمان شینواري ته ورکړل شوه، نوموړي په ۸.۴  اورونو کې یواځې د ۱۸ منډو په ورکولو سره ۷ ویکټې ترلاسه کړې.

د یادولو وړ ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې دافغانستان کرکټ بورډ ریئس شکر الله عاطف مشغل د ویسټ انډیز کرکټ بورډ سره د درې شل اوریزه او درې یو ورځنېو سیالېو لوبلړۍ لاسلیک کړې وه، چې بدبختانه افغانستان د شل اوریزه سیالېو لوبلړۍ ویسټ انډيز ته وبایلله، خو اوس باور دادی چې افغان کرکټ ملي لوبډله د پېاوړو لوبغاړو په ټاکلو سره ویسټ انډيز په خپل کور کې په ګونډو کولی شي. 


ددې لوبې په بریا سره افغان ګوګلي ماسټر راشېدخان ته د نوي ریکارډ غېږ پرانېستل شوه. نوموړي په یاده سیالۍ کې د ویسټ انډيز اووه (۷) پیاوړي توپ وهونکي له مخې پورته کړل، او ویسټ انډیزیان یې په خپل کور کې خفه کړل.

راشېد چې پوره نوم یې راشېدخان ارمان دی، اوسمهال ۱۸ کاله او ۲۶۴ ورځې عمر لري. نوموړی په ملي لوبډله کې د ښي لاسي توپ وهونکي او ښي لاسي لېګ بریګ سوکه توپ اچونې دنده په غاړه لري. راشېد هغه افغان سوکه توپ ویشتونکی دی چې په یو اور کې د شپږ ګوګلي توپونو توپ اچونه هم کولی شي، چې په نړۍ کې یې هېڅ یو توپ اچوونکی وړتیا نلري.

نوموړي تردې مهاله په ۲۷ نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د ۱۵.۰۵ په اوسط کې د ۲۲.۲ سټراېک رېټ په درلودلو سره ټول ټال ۱۳۴۱ توپونه ویشتلي، چې ۹۰۳ منډې ترې اخیستل شوي دي او په یادو توپونو یې ۶۰ لوبغاړي هم سوځولي دي، چې دا یواځې د راشد خان په اکونټ کې په ځلانده ټکو ثبت دي.

د راشدخان د بهترینه کارکردګۍ له امله په ګڼ شمېر مشهوره ورځپاڼو او ویب سایټونو کې د نوموړي د ښې توپ اچونې په هکله بېلابېل سرلیکونه څرخېدل او هغه یې یو ملي اتل بللی دی.

سندي مارنینګ ویب سایټ لیکي: راشد خان د ریکاردونو په کتاب کې ثبت شو او ویست اندیز یې خراب او تراب کړ.
هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي: فوق العاده راشد خان هماغسې څپاند دی او اول ځل یې یوې لوبې کې اووه کسان وسوځول.
اس پي ان ورځپاڼه لیکي: راشد څلورم لوبغاړی شو چې یوې لوبې کې اووه کسان سوځوي

سپورټينګ نیوز ورځپاڼه لیکي: د راشد خان اوو ویکټو له ویست اندیز لار ورکه کړه. 
کرکبیز ورځپاڼه لیکي: د راشد خان اوو ویکټو افغانستان په روان سیریز کې پر ویست اندیز برلاسی کړ.

هېره دې نه وي چې ددې لوبې په بریا سره  د ټولنیزو شبکو، ملي او نړیوالو رسنېو په ګډون د اجرایه ریاست څخه هم د افغانستان ددې بریا ستاینې شوي دي. همدا راز د هندوستان د غوره لیګ (ای پي ایل) د راشد خان د لوبډلې (سنرایزرس حیدراباد) لوبډلې هم په خپله ټویټر پاڼه کې د راشدخان ستاینه کړې، چې د ویسټ انډيز اوه لوبغاړي یې سوځولي دي.

 د یادولو وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمېنځ به راتلونکې دوهمه سیالۍ د روان ۲۰۱۷ ز کال د جون په ۱۱مه په ګروس ایسلیټ لوبغالي کې ترسره شي.

ویسټ انډیز هغه کرکټ ملي لوبډله ده چې د تېرې لوبې په بېه کولو سره یې ویلي وو: ((موږ د افغانستان څخه د داسې ماتو هیله نه درلود)).