کور / تازه خبرونه / مالیي وزیر د افغانستان لپاره د هالنډ شاهي هیواد له سفیر سره وکتل

مالیي وزیر د افغانستان لپاره د هالنډ شاهي هیواد له سفیر سره وکتل

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، نن د غبرګولي میاشتې په ۲۱ مه نېټه د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د هالنډ شاهي هیواد له سفیر ښاغلي جیوفري وان لیوون، سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د څارنې او انسجام (JCMB) ګډ بورډ په ناستې چې د روان مېلادي کال په جولای میاشت  کې او د څارنې او همغږۍ (OCB) ناستې چې د روان لمریز کال په اوړي کې به تر سره شي په چمتو والي، را روانو پارلماني ټاکنو ته په تیاري، د سولې په پروسې، سیمه ایزې همکارۍ او په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د پراختیایي وزیرانو په کچه په ناستې او یو شمیر نور مسایلو هر اړخیزې خبرې وکړې.

د هالنډ سفیر د خپل هیواد له لوري له افغانستان سره د اوږد مهاله مرستو ډاډ ورکړ.