کور / اسلامي / تقوا څه ته وايي؟

تقوا څه ته وايي؟

Larawbar.com

Larawbar.com

تقوا څه ته وايي؟

ژباړه: رفيع الله روشن

شاګرد له يوه عابد شخص څخه وغوښتل چې تقوا ورته تعريف کړي.

عابد ورته وويل: که چېرې د ځمکې مخ له اغزيو او خسو خاشاکو ډک شي او په ګرځېدومجبور شې نوڅه به کوې؟

شاګرد ځواب ورکړ: 

په احتياط اوفکر به په لاره ځم ترڅو د ځان ساتنه وکړم.

عابد ورته وويل:

په دنيا کې هم همداسې کوه همدې ته تقوا وايي.

له کوچنيو او لويو ګناهونو څخه ځان وساته او هېڅ ګناته کوچنۍ مه وايه،ځکه چې غرونه په خپل ټول لوی والي او دروندوالي بيا هم له کوچنيو تيږو جوړ شوي دي.