کور / خبرتیا او پيغامونه / د ختم القرآن د تنظيم له پاره ځانګړې پاڼه آنلاين سوه

د ختم القرآن د تنظيم له پاره ځانګړې پاڼه آنلاين سوه

انټرنټ او ټولنيزي رسنۍ د قرآن پاک د ختم د تنظيم له پاره ښه رول لوبولای سي. زيری درکول کيږي چي د همدغه کار له پاره د کراود قران www.crowdquran.com په نوم ځانګړې پاڼه آنلاين سوه. پر دغه پاڼه څوک کولای سي چي د خپل فيسبوک اکاونټ په مرسته او يا پر پاڼه د ځان ثبتولو وروسته ځان ته د ختم القرآن پروژه پېل کړي او بيا خپلو دوستانو ته د سوشل ميډيا له لاري يا له بلي لاري احوال ورکړي چي هغوی ځان ته پارې د تلاوت له پاره وټاکي. دغه پاڼه داسي جوړه سوې چي د دغه کار په انسجام کي مرسته کوي چي کومي پارې په ذمه اخيستل سوي، کومي لا پاته دي او کومي تر مخه لا تلاوت سوي دي. دا چي دغه پاڼه څوک څنګه کارولای سي، په هکله يې ما يوه ښوونيزه ويډيو جوړه کړې ده، چي لينک يې د دغې ليکنې په پای کي کتلای سئ.

د قرآن پاک د تلاوت فضايل او ګټي خو تر شمېر تيري دي او دغه موضوع خپل ځان ته يو پراخ باب دی. الله تعالی د سوره المايده په دويم نمبر آيت کي امر کړی چي (وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَىٰ ۖ) «اومرسته كوئ تاسې يوتربله په نيك كاراوتقوى ( پرهيزګارۍ ) كې». نو د قرآن پاک په تلاوت کي يو د بل سره مرسته کول او په ګډه د قرآن پاک د تلاوت اهتمام کول يو له بهترينو کارونو څخه دی. راځئ چي حد اقل يو ځل له هفتې پر www.crowdquran.com د روانو ختمونو څخه په يو کي حد اقل يوه پاره ښه په اهتمام تلاوت کړو. لطفا پر لاندني لينک هغه ويډيو وګورئ چي پکښي د دغي پاڼي څخه د کار اخيستلو زده کړه کولای سئ. پر دغه پاڼه وګورئ چي ايا کوم ختم روان دی چي تاسو هم پکښي ونډه اخيستلای سئ که څنګه.

ستاسو د دعاؤ په هيله

احمدولي اڅکزی، د کراود قرآن پاڼي مسؤل چلوونکی

د کراود قرآن پاڼي عمومي پاڼه www.CrowdQuran.com

د پاڼي څخه د کار اخيستلو ښوونيزه ويډيو  http://bit.ly/2rL745q