په زابل کی نوي نښتي شوي!
وحيدالله شمس زابل
طالبان ادعاکوي چی نن غرمه محال ئی دزابل دمرکزقلات ته څیرمه دپل سينګی په سمیه کی ددولت دوه درنجرموټران اویولس تنه سرتیری ئی له منځه وړي
دغه خبره طالب ویاندقاري یوسف احمدی دټلیفون په کرښه خبري رسنیوته وکړه
دزابل دامنیت امرډګروال غلام جیلانی دپيښي په اړه وویل چی ددوي دوه موټران له منځه تللی دري تنه سرتیري ئي ژوبل اودوتنه ئي وژل شوي
نوموړي وړاندی وائي چی پيښه هغه محال رامنځ شوی چی ددوی یوقطاردشهرصفاولسوالی نه مرکزقلات په لورراروان وه چی لمړی ئي یوموټرپه هغه ماین وخوت چی له مخکښي په سیمه کی ځاپځای شوي وه اوبیاورسته دمخالف لوري له خواپربریدوشونموړی وائی چی په دی پيښه کی دوه واړه پلونه هم له منځه تللی
بل خوادوسلوالوطالبانوویاندقاري یوسف احمدی ادعاکوی چی تیره شپه ئي دزابل ولایت دشینکي ولسوالي مربوطه دخارجی قواووپه کمپ دتوغندیوبریدکړی دده په خبری په دی بریدکی ئي څلوربهرنی ځواکونه له منځه وړی په دی اړه دزابل امنیتي مسولینوناخبری وښوده