اختره دلته مه راځه ـ شعر
مه راځه اختره دلته ساندي ماتمونه دي
اوښکي دي سلګۍ دي جنازې دي تورتمونه دي
مه راځه اختره چي نوحې دي بلبلان ژاړي
مړاوي مړاوي پاڼي رژېدلي سره ګلونه دي
دا د پسرليو هديره ده دلته مه راځه
مه راځه اختره د خزان خواره تخمونه دي
ستا دي وي قسم په خدای چي مه راځه دې کلي ته
دلته مخه ښه ده فاتحې دي او ويرونو دي
مه راځه اختره چي مو مېندي ټولې بوري سوې
وراري وراري خوېندي او يتيم يتيم ورېرونه دي
اې ښکلې اختره زه منت کوم چي مه راځه
کونډي دي ناوياني چي يې سره سره لا لاسونه دي
دلته مو روژې په خپلو وينو باندي ماتي سوې
مه راځه اختره دلته سره سره افطارونه دي
توري توري ويني دلته څاڅي له سينو څخه
مه راځه اختره چي رېزه رېزه مو زړونه دي
عذر مي د خدای له پاره ومنه ته مه راځه
موږ پکښي کي سوځو راته بل سره سره اورونه دي
وګوره اختره زما خړوب ګريوان ته وګوره
دلته لوی څپی دي ورښتونه سېلابونه دي
و اختره واوره د خدای روی دی دلته مه راځه
دلته ناهيلۍ دي مايوسۍ دي او کفرونه دي
مه راځه اختره دلته ساندي ماتمونه دي
اوښکي دي سلګۍ دي جنازې دي تورتمونه دي
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د جون ۲۳مه نېټه، بون
________________________________________
د ليکوال له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه