کور / تازه خبرونه / د اروپا پارلمان مخته د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ غونډه جوړه سوه

د اروپا پارلمان مخته د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ غونډه جوړه سوه

نن د جولای پر دوهمه نېټه يو شمير افغانانو د اروپا پارلمان مخته د افغانستان دولتي نظام او امنيتي ځواکونو په ملاتړ غونډه او لاريون وکړ.

لاريون کوونکو د يو ملت، يو دولت او يو نظام شعرونه له ځانه سره لرل، ويناوالو د هر هغه چا غندنه وکړه چي د افغانستان او افغان دولت ضد کړني کړي او بېلتون ته لمن وهي.

په پای کي په لاندي بڼه پريکړه ليک هم واورول سو.

د بلجیم هیواد مرکز بروکسېل کې دافغانانو دمظاهرې پرېکړه لیک 

نن د ۲۰۱۷ کال د جولای په دو همه نېټه د بروکسېل ښارکې په بلجیم اوسیدونکو افغانانو او همدا شان د ځینو اروپایی هیوادو نه راغلو افغانانو دپراخ لاریون په ترځ کې داروپایی پارلمان مخې ته په افغانستان کې د عادلانه او دایمی سولې او سیاسی ثبات او همداشان د هیواد د امنیتی ځواکونو د ملاتړ ،د مرکزی دولت د لا ټیڼګښت  لپاره او دنظام د دښمنانو پر ضد ،او همداشان په  پاکستان کې د بڼسټ  پالو او تروریستی  ډلو پر ضد لویه مظاهره وکړه .
دمظاهرې ویناوالو یو ځل بیا نړیوالو او په خاصه توګه اروپایی پارلمان ،داروپا او بلجیم خلکو ته ، دا په ډاګه کړل چې، په پاکستان کې د بڼسټ پالنې او تروریزم ادې او مرکزونه نه یوازی د افغانستان دبې ثباتی عامل وه او دي ،بلکه د منطقې او نړۍ ثبات او امنیت ته یی هم  جدی خطر رامنځ ته کړی دئ .
د پاکستان د جوړښت راپدې خوا ددې هیواد نظامیانو او آی اس آی چې په پاکستان دبڼسټ پالنې په کلکه ملاتړ کوی ، په نوموړیو مرکزونو کې په زرګونو ترهګر روزلی اوبیا یی افغانستان او هندوستان ته د تروریستی بریدونو لپاره لیږلی دی ، نو ځکه دا هیواد په منطقه کې د تروریزم تولیدونکئ ،حمایت کوو نکئ او صادرونکئ وه اودئ .
پاکستان دخپلې نظامی ستراتیژی پر اساس په منطقه او  افغانستان کی دکلونو راهیسی نیابتی جګړه پر مخ بیایی او ددې جګړې په نتیجه کې هره ورځ د ښځو او ماشومانو  په ګن په سلګونو بې ګناه انسانان خپل ژوند له لاسه وری .
همدا اوس په افغانستان د شلو نه زیاتې ترهګرې ډلې چې د پاکستان او نورو هیوادو وګړی پکې ګډون لری پراخ فعالیت کوی .
یوازی د روان کال د جون په میاشت کې د نموړیو ډلو د تروریستی بریدونو په نتیجه کې دزرو نه زیات بې ګناه وګړی د کابل ،خوست ،هرات او کندهار په ولایتونو کې په شهادت رسیدلی دي .
دا تروریستی بریدونه په داسې حال کې سرته رسیږی چې نړیواله ټولنه ،دامریکا د متحده ایالاتو په ګډون د ناتو نور هیوادونه د شپارسو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې  پراخ شتون  او نظامی حضورلري .
افغانان او پښتانه هیڅکله هم تروریستان نه وه او ندی ،بلکه تل دتروریزم  او په خاصه توګه  دیورند دکرښې  دواړو خواوته ، ددولتی تروریزم قربانی ګرځېدلی دي . او دادی څلوېښت کاله جګړه په دې جغرافیه کې د افغانانو د دښمنانو لخوا پر مخ بیول کیږی او تر ټولو زیات پکې پښتانه وژل شوی ،بېځایه شوی او تاوانی شوی دی .
افغانان د نړۍ د نورو خلکو په شان حق لری په سوله کې ژوند وکړی ،خپل هیواد اباد کړی ،اقتصادی ،سیاسی او اجتماعی پر مختګ ولری او ددموکرات افغانستان په جوړولو کې پراخ قدمونه اوچت کړی .
موږ د امریکا د سنا د ځینو سناتورانو او همدا شان د اروپایی پارلمان د مرستیال ښاغلی ریچارد چارنتسکی داصولی اورغنده دریځونو نه ، چې افغانستان کې د ثبات په اړه  بیان شوی وه ،او همدا شان  ددیورند د کرغړنې کرښې په اړه په بشپړه توګه ملاتړ کوو ، نړیوالو او د اروپایی ټولنې پارلمان ته خپلې غوښتنې په لاندې توګه وړاندې کوو :
۱-نړیواله ټولنه  په خاصه توګه اروپایی اتحادیه ډېرژر باید په پاکستان باندې .اقتصادی ،سیاسی او نظامی بندیزونه ولګوی او دا هیواد مجبور کړی په پاکستان کې ټولې تریستی اډې او مرکزونه وتړی .
۲- موږ عدالت غواړو  ،هغه پاکستانی چارواکی چې په افغانستان کې یی په تروریستی بریدونو کې ګډون درلود  او د زرګونو افغانانو او همداشان د دریو زرو نه زیات  دناتو د عسکرو د مړینې  سبب ګرځیدلی دي باید د هاګ په بین المللی محکمه کې د جنګی جنایت کوونکو په توګه محاکمې ته را کښ شی .
۳-موږ د ناتو دغړیو هیوادونو نه  په کلکه غوښتنه کوو ،چې د افغان امنیتی ځواکونو سره چې هره ورځ دبشریت  تر ټولو خطر ناک دښمن ،تروریزم سره د جګړې په لمړۍ کرښه کې قربانی ورکوي ، خپلې عملی او موثرې ،مرستې زیاتې او ګړندۍ ګړی .
۴-موږ په ځانګړی توګه د امریکا د متحده ایالاتو نه غوښتنه و چې د امریکا او افغانستان تر منځ ددفاعی او امنیتی همکاریو د تړون سره سم د افغانستان د خپلواکۍ ،ځمکنۍ بشپړتیا او اوسنی نظام پر وړاندې د هرډول ګواښونو پر خلاف بېړني  هر اړخیزه اقدامات سرته ورسوي .
۵-موږ دنړۍ ټولو خلکو او په خاصه توګه داروپایی اتحادیی خلکو ته یوځل بیا په ډاګه کوو چې تر څو په پاکستان کې دبنیادګرو اوتروریستانو ډلو پر ضد عملی او موثر اقدامات پیل نشی اوهلته د تروریزم ټول مرکزونه له منځه ولاړ نشی ،هیڅکله به په افغانستان او منطقه کې سوله او ثبات رامنځ ته نشی .

موږ د هیواد دننه او دهیواد نه بهر په ټولو افغانانو هم غږ کوو چې بیدار او هوښیار اوسۍ !
دهیواد دښمنان په نظام کې دننه د پنځمې ستنې په توګه د پردیو په دستور بیا د افغانانو پر ملی یووالی بریدونه پیل کړی دي  او غواړی د  افغانستان د ورڼو قومونو تر منځ  یووالی کمزورئ کړی .هغوی غواړی د تېرې پېړۍ د (۹۰) کلونو حوادث بیا تکرار کړي او په دې توګه د افغانانو غمیزه نوره هم اوږده کړی .
 خپل ملی یووالی چې زموږ د هیواد د بقا او پېشرفت منطق او پر ټولو دښمنانو د بری ضامن دئ لا کلک کړی .
 
بلجیم -بروکسل          
د ۲۰۱۷ کال د جولای دوهمه نېټه