کور / شعر / فيل او ړانده ـ منظوم نکل

فيل او ړانده ـ منظوم نکل

چي ؤ يو نه ؤ يو پاچا ؤ ډېر فاضل ؤ
دی ډېر دانا ورته زيات علم هم حاصل ؤ
يو ورځ يې واورېد چي يو شی په نوم د فيل سته
چي بايد ځان باندي خبر کړي ښه دليل سته
پاچا مېلمه کړل چي پنځه لوی عالمان ول
د استادانو چي استاد دوی معلمان ول
پاچا ويل و هند ته ولاړ سئ او معلوم کړئ
د فيل معنی راته پيدا زيات مو علوم کړئ
له زياته وخته چي د علم لوی ياران ول
پنځه دوی واړه نابينا خو هوښياران ول
همدا ؤ ولاړل په سفر دوی ژر روان سول
څو مياشتي وروسته بيا حاضر او په بيان سول
زموږ ويل ختم سول نن ټوله سفرونه
د فيل راوړي دي موږ تاته خبرونه
پاچا خوشال سو ويل وواياست چي څه دی
فيل لکه مچ که داسي لوی لکه پسه دی
لومړي عالم چي صرف شونډک يې ؤ نيولی
فيل ويل مار دی ما په دوو لاسو نيولی
دويم عالم چي صرف يې پښه د فيل کتلې
فيل ويل ونه ده چي هسکه ده ختلې
عالم دريم چي غوږ د فيل ؤ ښورولی
فيل ويل پيک دی ما په خپله بادولی
لکۍ د فيل چي کوم عالم وه راکش کړې
فيل ده رسۍ ويل ما خپله ښه کش کړې
پنځم عالم چي تر نس لاندي درېدلی
فيل ويل چتر دی ښه لوی او پړسېدلی
پاچا چي واورېدې خبري نو حيران سو
په جوابونو د ړندو ډېر پرېشان سو
پسله څه وخته پاچا پوه سو چي جزوي دي
په محدود علم عالمان ټول منزوي دي
هر څومره علم چي يې کړی او عالم وي
پر جز د کُل قضا چي کړي هغه ظالم وي

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د جولای ۱۷مه نېټه بون
يادونه: د دغه منظوم نکل الهام مي له يو زوړ نکل څخه اخيستی چي په بيلو ژبو او کتابونو کي په بيلو بڼو راغلی دی. ما بېله دې چي له يوې منبعې دقيقه ژباړه وکړم دغه نکل په خپل طبيعت منظوم کړ.


د ليکوال د نورو منظومو نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc
________________________________

د ليکوال له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه