کور / خبرتیا او پيغامونه / د اسلامي حزب غونډي ته د شمال د مجاهدينو پيغام

د اسلامي حزب غونډي ته د شمال د مجاهدينو پيغام

د غونډي راپور له دې ځايه ولولئ



الحمد لله وكفي وسلام علي عباد الذين الصطفي

اما بعد:

د حزب اسلامي افغانستان د رهبرۍ شورا محترم رئيس او غړو او غزت مندو ميلمنو ، مجاهدو ورونو.

اسلام عليكم ورحمت الله بركاته

محترمو حضارو : د خوښۍ ځاي دي د خپل وياړمن تاريخ په پام كي نيولو سره يو ځل يا عزيز اسلام او ګران هيواد افغانستان ته د مخلصانه خدمت د اجرا لپاره ځان علما او عملا چمتو كړ، مونږ د هيواد د شمالي ولايتونو د افغانستان داسلامي حزب غړي او مجاهدين د حزب بيا تنظيم او چمتو كيدل د هيواد په تاريخ كي يو ګټور ، موثر او جوړوونګۍ ګام بلو .

د هيواد د شمالي ولايتونو مؤمن او مجاهد خلك د اسلامي حزب عملي حضور د هيواد په سياسي او ملي مسئلو كي له يوي خوا يو ستر تاريخي تحول بولي او له بلي خوا د زړه له كومي يي تر شا دريږو .

د پريكړو ، پاليسو او مواقفو څخه په كلكه ملاتړ كوو .دا جهادي خوځښت دهيواد ملي يووالي ، سولي او ثبات لپاره ، يو غښتلۍ پيل دي.

درنو او مجاهدو ورونو :

هيواد دښمنه پردۍ كړي د خپل كرغيړن تاريخ څخه په پيروۍ يو ځل بيا د فدراليزم منحوسه او ملي ضد ډنډوره غږوي ، چي آواز يي په هر افغان ښۀ نه لګې، دوي د هيواد تجزيه ، د ولسونو تر منځ تربګني او دښمني سياسي او ملي خدمت ګڼې!

خو نا خبر له دي نه چي نن ماشا الله افغان مجاهد اولس خورا حساس او ويښ دى، د كاذب او صادق ، هوډمن او خرڅ شوي ښه تميز كولاي شي، د غه كاذب او هيواد دښمنه كړۍ پرته له دي نه چي د تاريخ كندي ته و غورځيګې بل هيڅ به تر لاسه نكړې.

محترمو مجاهدينو!

د اسلامي حكومت شپږ كاله پوره كيږي ، خو په تآسف سره د فارياب ، سرپل او جوزجان ولايتونو مربوط له يو لك څخه زيايي كورنۍ تر اوسه آواره دي، دوي نشي كولاي خپل پلارني ټاټوبي ته چي د بشر د حقوقو له مخي د هر انسان طبيعي حق دي را وګرځي او هلته ميشت او ژوند وكړي.

فكر وكړۍ چي څوك او كوم لوري ددي  ناورين عاملين دي، دوي د خپل د استبدادي او غير انساني اعمالو تر څنګ بيا نغاره راواخلي او د فدراليزم سندري وايي. هغه سندري چي د هر غږ او بيت څخه يي د كركې ، نفرت ، اختلاف او انزجار پيام رازيږي .

مونږ دهيواد د شمالي ولايتونو مختلف ورونه ميليتونه وايو ، چي دا كاذب او جوړي شوي څيري او كاغذي ببرونه دشمال   واكمن او استازي نه دي، مونږ دوي ته په هيڅ صورت دا حق نه وركوو چي زمونږ په ملي ، او سياسي برخليك لوبي وكړي.

محترمو ورونو!

مونږ د شمالي ولايتونو خلك د هيواد په دي حساس تاريخي پړاو كي د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او مركزي سيستم څخه په كلكه تائيد او ملاتړ كوو، او دادي د هيوا د يو وياړ من اسلامي غورځنګ ( حزب اسلامي افغانستان ) هم د افغانستان د مر كزي سيستم د استحكام او پر ربړو د برې لپاره خپل تاريخي دين ادا كړ.

مونږ يو خپلواك ، متحد ، ناپييلۍ  او نه تجزيه كيدونكۍ هيواد غواړو او په دي لاره كي هرډول سر ښندني او قربانۍ ته چمتويو.

ټيټ مي مه بوله غورځنګ راباندي مه كړه – زه په دي افتاده ګۍ كي لوي ګړنګ يم

وسلام عليكم ورحمت الله وبركاته