کور / کیسه / تيار خوره ملګري

تيار خوره ملګري

Larawbar.com

تيار خواره ملګري 

ژباړه: رفيع الله روشن

د چرګې يوه سور رنګي بچي په يوه کرونده کې له خپلو درې تنه ملګرو سره ژوند  کاوه، دهغه دوستان يو خړ سپی،نارنجی پيشکه او يوه ژېړه بتکه وه.

يوه ورځ چرګوړي دغنم څو دانې پيدا کړې او له ځانسره يې وويل چې زه کولی شم له دې غنمو څخه ډوډۍ جوړه کړم،نو يې له خپلو ملګرو څخه وغوښتل ترڅو ورسره دغنمو دانې په کرونده کې وکري.

سپي وويل: زه نشم کولای.

پيشو وويل : زما زړه غواړي چې ويې کرم خو نه يې شم کولای.

بتکې وويل:زه بايد نن خپلو بچيانوته لامبو وهل زده کړم نو زه هم نشم کولای.

چرګوړي وويل: نو بیا زه پرته ستاسو له مرستې دا کار کوم او په يواځې ځان يې دغنمو دانې وکرلې.

کله چې غنم پاخه شول چرګوړي وويل:

ايا د غنمو په رېبلو کې څوک ماسره مرسته کوي؟

سپي وويل: زه بايد نن ښکار ته ولاړ شم.

پيشکې وويل: زه خو همدا اوس له خوبه پاسېدم او فکر مې سم ندی.

بتکې وويل:زما وزرونه درد کوي.

چرګوړي وويل: نو سمه ده دا کار زه په يواځې ځان کوم او په يواځې ځان يې غنم ورېبل.

چرګوړی چې ډېر ستړی شوی و ويې ويل:

ایا څوک شته چې له ماسره ژرندې ته دغنمو په وړلوکې مرسته وکړي ترڅو يې وړه کړو؟

سپي وويل: زه نه شم کولای.

پيشکې وويل: زه هم نشم کولای.

بتکې وويل: زه يې هم نشم کولای.

سور چورګوړي وويل: سمه ده داکار زه په يواځې ځان کوم او پرته دهغوی له مرستې يې غنم ژرندې ته يوړل او بېرته يې وړه راوړل.

چرګوړی چې نور بېخي ستړی شوی و ،ويې ويل:

ايا څوک راسره مرسته کوي چې له دې وړو څخه ډوډۍ پخه کړو؟

خو بياهم بتکې ،سپي او پيشکې د تېر پشان بهانې وکړې او له سور چرګوړي سره يې مرسته ونکړه.

سور چرګوړی مجبور شو چې دا کار هم پرته دهغوی له مرستې وکړي،په ستړي او ستومانه ځان يې ډوډۍ پخه کړه.

ګرمې ډوډۍ دېر خوندور بوی لاره ،چرګوړي وويل:

ايا څوک شته چې له ماسره دا ډوډۍ وخوري؟

سپي وويل: زه به درسره مرسته وکړم.

پیشکې وويل: زه به درسره مرسته وکړم.

بتکې وويل: زه به درسره مرسته وکړم.

چرګوړي په غوسې سره وويل: 

مګر زه ستاسې مرستې ته هېڅ اړتيا نلرم زه يواځې کولی شم چې دا ډوډۍ وخورم،ډوډۍ يې خپلې مخې ته کېښوده اوپه مزه مزه يې وخوړه.