کور / خبرتیا او پيغامونه / د فاروق سرور لومړنى ناول چاپ شو.

د فاروق سرور لومړنى ناول چاپ شو.

سګوان:

دا د پښتو ژبې د نوميالي کيسه ليکوال فاروق سرور لومړنى ناول دى، چي تېره اوونۍ په کوټه کې د سکام ادبي اکاډيمۍ له خوا د پينځه سوه ټوکو په شمېر په ١٤٧ مخونو کې چاپ شوى او خپور شوى دى. پر دې ناول باندې محموداياز، صادق ژړک او عصمت الله زهير ليکنې کړې دي. ناول د افغانستان پر سياسي حالاتو ليکل شوى دى. هېره دي نه چي ښاغلى فاروق سرور په کوټه کې اوسېږي او تر دې وړاندې يې هم د لنډو کيسو څو ټولګې خپرې شوې دي.