کور / تازه خبرونه / کندهار والي: هيڅوک له بېځايه سوو کورنيو سره په مرستو کي د مداخلې حق نه لري

کندهار والي: هيڅوک له بېځايه سوو کورنيو سره په مرستو کي د مداخلې حق نه لري

کندهار، افغانستان- په کندهار ولايت مقام کي نن سهار له طبيعي پيښو سره د مبارزې د کمېټې غونډه وسوه چي د کندهار والي زلمي ويسا تر څنګ له طبيعي پيښو سره د مبارزې رئيس مسعود پښتون، د ولايتي شورا مرستيال حاجي عبدالقيوم، يو شمېر نورو اړوندو رئيسانو او د مرستندويه موسسو استازو ګډون کړی وو.
له طبيعي پيښو سره د مبارزې رئيس مسعود پښتون وويل چي په تېرو ۶ مياشتو کي يې له ۴۹۵۲ بېځايه سوو او بې بضاعته کورنيو سره د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته کړې چي له ۳۱۹۱ کورنيو سره د همدې رياست او له پاتو سره د مرستندويه موسساتو له خوا سوې ده. هغه زياته کړه چي د ۹۹۲ کورنيو عرايض اوس هم تر ارزوني لاندي دي چي د مستحقو کورنيو تر تشخيص وروسته به لازمه مرسته ورسره وسي.
د IOM موسسې استازي وويل چي تر دا مهاله يې له ۴۵۰۰ راستنېدونکو کورنيو سره د غيرخوراکي توکو مرسته کړې او لا هم دا لړۍ روانه ده. د نړيوال خوراکي پروګرام استازي وويل چي د مستحقو کورنيو د تشخيص په موخه به په نژدې راتلونکي کي بايومټريک سيسټم فعال کړي څو د غيرمتسحقو کورنيو مخنيوی وسي.
کندهار والي زلمي ويسا له مرستندويه موسساتو څخه مننه وکړه چي له بې بضاعته او بېځايه سوو کورنيو مرستي کوي. هغه زياته کړه چي د دولت امکانات محدود دي، نو د ولايتي ادارې هڅه دا ده چي د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرستي تر مستحقو کورنيو پوري ورسوي.
نوموړي زياته کړه: هيڅوک له بېځايه سوو کورنيو سره په مرستو کي د مداخلې حق نه لري. مرستندويه ادارې دي له طبيعي پيښو سره د مبارزې رياست په چوکاټ کي مرستي وکړي او رياست دي د هيچا تر تاثير لاندي نه راځي او نه دي د خلکو په خوښه مرستي کوي. د مرستو د توزيع په اړه چي د رياست څنګه طرزالعمل وي، هغه دي تطبيق کړي.
هغه وويل چي ولايتي اداره لومړيتوبونه په پام کي نيسي او د هغه له مخي مرستي توزيع کوي. نوموړي داراز ټينګار وکړ چي مرستندويه موسسات دي خپلمنځي همږغي نوره پياوړې کړي څو له يوې کورنۍ سره د تکراري مرستي مخه ونيول سي او ټولو کورنيو ته مرستي توزيع سي.
ښاغلي ويسا داراز سپارښتنه وکړه چي له طبيعي پيښو سره د مبارزې رياست دي د اضطراري حالت لپاره د ۲۰۰ کورنيو مواد په سټور کي ولري څو په عاجلو او ناڅاپي حالاتو کي مرستي ورسوي.
په غونډه کي د ولايتي شورا د مرستيال تر څنګ د غونډي ګډونوالو خپل معلومات او نظريات شريک کړل.