کور / تازه خبرونه / دفاع وزیر:افسرانو د ذاتي امورو د قانون په اړه توضیحات ورکړل

دفاع وزیر:افسرانو د ذاتي امورو د قانون په اړه توضیحات ورکړل

د هیواد د ملي دفاع وزارت سرپرست ډګر جنرال طارق شاه بهرامي او د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ‌ کي د امنیتي لېږد د ګډي قومندانۍ مرستیال تورن جنرال نیل تورګوډ اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ته د افسرانو د ذاتي امورو د قانون په اړه معلومات او توضیحات وړاندي کړل.

ددې قانون له مخي به د هیواد د ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کي د هغو افسرانو د کار،‌ فعالیت او خدمت ستاینه کيږي، چي کلونه کلونه یې ځانونه د وطن لپاره وقف کړي دي.

له دې قانون سره سم به په تدریجي توګه او پرته له دې، چي ظرفیتونه ضایع سي، د اوږدې مودې لپاره خدمت کوونکي او د لوړ سن درلودونکي افسران تقاعد سي.

د تقاعد دا پروسه په قانون کي داسي ځای سوې،‌ چي تقاعد کېدونکي افسران به له ټولو مادي او معنوي امتیازاتو څخه برخمن کيږي او د اړتیا پر مهال به په ملکي برخو کي هم ماموریتونه ورته سپارل کېږي.

دا قانون به داسي تطبیق کيږي، چي کدرونه او ظرفیتونه پکښي استفاده سي، د هر ډول منفي تاثیراتو او تغیراتو مخه ونیول سي او په تدریجي توګه سره ځوانان د تجربې تر حاصلولو وروسته د متقاعدینو ځای ناستي سي.

صـــــــــــدیــــــــق الله پــــــوپـــــــل