کور / تازه خبرونه / جمهور رئيس اشرف غني د دوبۍ د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل

جمهور رئيس اشرف غني د دوبۍ د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل

جمهور رئيس اشرف غني د وږي د مياشتي پر ۲۸مه نېټه د دوبۍ د بهرنيوچارو له وزير شيخ عبدالله بن زايد آل نهيان سره د ملګرو ملتونو په ماڼۍ کي وکتل، په دې کتنه کي دواړو لوريو د ترهګرۍ سره پر مبارزه او اقتصادي مرستو خبري وکړې. 

ښاغلي عبدالله بن زايد وويل چي د ترهګرۍ پر ضد بايد مبارزه چټکه او جدي ونيول سي او د ښه او بد ترهګر تفکيک بايد له منځه ولاړ سي، ده زياته کړه چي موږ د افغانانو ترڅنګ ولاړ يو او د افغانانو سره د مرستي لپاره به زموږ قربانۍ بې پايلی نه وي. نوموړي د افغانستان او سيمي لپاره د امريکا پاليسي مثبته وبلل او د ثبات په راوستلو کي ئې اغېزمنه وګڼل.

ښاغلي آل نهيان ولسمشر غني ته بلنه ورکړه چې په په متحده عربي اماراتو کي د راتلونکي نومبر مياشتي د موزيم په پرانېستغونډه کي ګډون وکړي يا افغان پلاوی ورته راولېږي.

ولسمشر غنی د عربي اماراتو له مرستو مننه وکړه او وئې ويل چي عربي امارات په ترهګرۍ ضد جګړه کي د افغانستان نږدې ملګری پاته سوی دی.

ښاغلي غني وويل د افغانستان او سيمي لپاره د امريکا نوې پاليسي يوفرصت دی بايد ګټه ورڅخه واخلو او د تروريزم پر ضد يوې واحدي او قوي ستراتيژي ته اړتيا ده چې عمل وریاندي وکړو.

ښاغلي غني د عبدالله بن زايد د بلني څخه مننه وکړه.