کور / علمي / د افغانستان تأسيس او د سيمي اوضاع

د افغانستان تأسيس او د سيمي اوضاع

دغه مقاله د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر په ۲۳مه نېټه د آلمان په کولون ښار کي د افغانستان د کلتوري ودې د ټولنې له خوا جوړ سوي د «د لوی افغانستان د جوړیدنې 270 امه کلیزه او د افغان کولتور نړیواله ورځ» تر عنوان لاندي سيمينار ته ليکل سوې وه او لنډه بڼه يې هلته ولوستله سوه. بشپړه بڼه يې دلته لوستلای سئ.

يادونه: دغه مقاله يوه ژورناليستکه بڼه لري او دا ادعا نه لري چي ګواکي يوه علمي څېړنه یا علمي ليکنه وي.  

د افغانستان تأسيس او د سيمي اوضاع

ليکوال: احمدولي اڅکزی، آلمان

د لوی افغانستان د تاسيس څخه د څو کاله مخکي وخت هغه زمانه ده چي عثماني خلافت په۱۶۸۳م کال پر ويانا د ناکامه حملې وروسته خپل د پوځ کمزوري ټولو حريفانو ته بربنډه کړېده او د دغه خلافت د شان و شوکت وختونه پای ته رسېدلي دي. په روسيه کي پېټر لومړی چي ورته د ستر پېټر خطاب هم کيږي واکمن دی.
په اروپا کي د فرانسې کاتوليک مذهبه باقدرته ټولواک لويي څوارلسم او پروتستانت مذهبه د انګلستان، آيرلنډ او سکاټلنډ پاچا ويليم دريم په لويو جګړو سره بوخت دي.
په هند کي د مغلو واکمني

په هند کي د مغل پاچهانو په لړۍ کي له ۱۶۵۸ کال راهيسي اورنګزېب پر تخت ناست دی. هغه لومړی مغل پاچا دی چي په هند کي يې د مسلمانانو او هندوانو تر منځ د نه توپير سياست پای ته رسولی او غير مسلمانان يې په جزيه ورکولو مکلف کړي او پر نوو درمسالونو جوړولو يې بنديز لګولی دی. د بلخ واکمن سبحان قلي د لومړي کسانو څخه ؤ چي اورنګزېب يې د هند د پاچا په توګه منلی ؤ.

کابل او ننۍ پښتون قبايلي سيمي هم هغه وخت د هند د مغلو تر واک لاندي وې، چيري چي په ۱۶۷۲ کال د هغه وروسته د شاعر خوشال خان خټک په مشرۍ د پښتنو بغاوت پېل سو، چي د مغلو پر حاکم آمر خان تور ولګول سو چي عسکرو يې په هغه پښتني سيمه کي چي نن کنړ دی، ښځو ته بې احترامي کړې ده. خوشال خان خټک د دغه بغاوت مشري په داسي حال کي کوله چي عمر يې تقريبا ۶۰ کاله ؤ. د مغلو پر ضد دغه بغاوت خټک، مومند، ساپي او افريديانو کړی ؤ. خو مغل د دوو کالو په جريان کي په دې وتوانېدل چي د پښتني باغيانو بعضو مشرانو ته په رشوت ورکولو هغوی سره بېل او په دې توګه بغاوت ناکام کړي. خو د هغه باوجوده د تجارتي لاري علاوه شاوخوا پښتني سيمي هیڅکله بيا په رشتيا د مغلو تر واک لاندي نه راغلې.

که څه چي مغل پاچا اورنګ زېب د فارس د صفوي شاه سره ښې اړيکي ساتلې خو د نني بلوچستان او کندهار په سيمه کي د صفوي عسکرو له خوا پر سرحد ساتونکو مغل عسکرو بريدونو دغه اړيکي خرابي کړې. پر کندهار د مغلو او د فارسيانو لانجه روانه وه.

صنعتي انقلاب
له بل اړخه په ۱۷۱۲ مېلادي کال يعني له نن څخه تقريبا ۳۰۵ کاله ترمخه يو انګرېز پښ يا اهنګر توماس نيوکاسن، يو داسي ماشين جوړ کړ چي د چلېدنې قوه يې توښ يا بړاس ؤ، موږ دغه ماشين ته په فارسي موتور بخار او په پښتو ژبه د بړاس يا بخار ماشين ويلای سو. نيوکاسن دغه ماشين د معدني کانونو په ډېرو ژورو برخو کي له لاندي څخه پورته د اوبو د پمپولو له پاره کاراوه. دغه لومړی عملي کار ورکوونکی په بخار چلېدونکی ماشين ؤ.

همدغه اختراع وه چي په برکت او تقليد يې وروسته د اوسپني ويلي کولو عصري فابريکې، د ماشين جوړونې فابريکې، د ټوکر يا رخت جوړونې عصري ماشينونه، اورګاډي او په بخاري ماشين چلېدونکي کښتۍ يا بيړۍ هم جوړي کړل سوې.

له مستعمرو څخه د خامو موادو لکه پومبه ؤ يا مالوچو زياتوالی، د نوو عصري اوبدونکو ماشينونو په مرسته د توليد چټکوالی، پر مځکه د اورګاډو او په بحر کي د بخاري کښتيو په مرسته د مزلونو رالنډېدنه او ورته تخنيکي پرمختګونه په نړۍ کي د صنعتي انقلاب پيلامه سول. دغه انقلاب وروسته د امپېرياليزم. کاپيټاليزم، کمونيزم او بيا د نړيوالو جګړو او بیا د تيلو پر سر جګړو، د زړو هیوادونو د وېش او د نوو هيوادونو د رامنځ ته کېدو او په همدې شان د نوو لانجو د رامنځ ته کيدو سبب سو.

۱۷۱۲م مېلادي کال په انګلستان کي د بخاري ماشين د اختراع کيدلو کال ؤ. په دغه کال په نني افغانستان کي څه حال ؤ؟

صفويان او ګُرګين
ګيورګي يولسم چي په ۱۶۵۱م کال زېږېدلی، د ګُرجستان په کارتلي نومي پاچهۍ کي د خپل ټولواک پلار وختنګ پنځم تر مړيني وروسته په ۱۶۷۶ م کال په ۲۵ کلنۍ پاچا سو. د ګُرجستان د نورو پاچهانو په څېر هغه هم مجبور سو چي د فارسي صفويانو تر فشار لاندي له ګُرجي ارتوداکس مسيحيت څخه صرف په ظاهري توګه د اسلام شعيه مذهب ته واوړي او خپل نوم هم له ګيورګي څخه و شهنواز دويم ته بدل کړي. ګيورګي وروسته د کاتوليکي کليسا د روحاني مشر پاپ اينوسېنت يولسم سره تماس ونيوی، کاتوليکي مذهب ته واوښت او پاپ ته يې ځان کاتوليک ټولواک ظاهر کړ. ويل کيږي چي ګيورګي په کندهار کي د وژل کېدو پر وخت هم په کاتوليکي مذهب ؤ.

ګيورګي د صفويانو څخه د آزادېدو هڅي پېل کړي او په ۱۶۸۸ کال يې په ګاوندي ګورجۍ سيمه کاختي کي د صفوي والي پر ضد د کودتا هڅه په دې هيله وکړه چي ترکي عثمانيان به يې مرستي ته راسي.

خو داسي ونه سوه او ګيورګي ناکام او له تخت څخه لاس پر سر کېدو ته مجبور سو. کله چي په ۱۶۹۴م کال په اصفهان کي شاه سلطان حسين د خپل پلار سام ميرزا يا سليمان اول تر مړيني وروسته د فارس شاه سو، نو هغه په ۱۶۹۹ کال ګيورګي په کِرمان ولايت کي د خپلو قومندانانو قومندان يا بيګلربېګ وګرځاوه.
دا هغه وخت دی چي صفوي واکمنانو تر خپلې ولکې لاندي پر غير شعيه مذهبو ورځ تر بلې فشار زياتولی تر څو شعيه مذهب خپل کړي. همدا وجه وه چي د افغانانو تر څنګ بلوڅانو، کردانو او نورو سني ډلو د صفويانو پر ضد وخت په وخت بغاوتونه کول.

ګيورګي د خپل ورور لېوان په مرسته په دې وتوانېدی چي په کِرمان کي د صفوي پاچا واکمني بېرته مسلطه کړي. صفوي شاه له ګيورګي ډېر خوشال سو او د انعام په توګه يې هغه بېرته د کارتلي پر تخت پاچا کړ، خو ورته اجازه يې نه ورکړه چي خپل هيواد کارتلي ته بېرته ستون سي، بلکه ګورګين تر خپل مرګ پوري د خپل وراره حسين قلي خان په لاس او مرسته له ليري کندهار څخه پر کارتلي پاچهي کوله. د فارس شاه په ۱۷۰۴ م کال د می په مياشت ګيورګي کندهار ته د والي او حاکم په توګه ولېږئ چي هلته د افغانانو راپورته سوی بغاوت مات کړي. ګيورګي ۵۳ کلن ؤ کله چي يې په کندهار کي واک تر لاسه کړ. هغه په وسپنيز لاس او په خورا بې رحمۍ سره په کندهار کي خپل واک چلاوه.

دولت خان ابدالي
هغه وخت په کندهار کي د ابدالي افغانانو مشري د احمدشاه بابا د نيکه دولت خان په غاړه وه. دولت خان چي د صفويانو د واکمنۍ پر ضد ؤ، او خپل قوم يې بغاوت ته هڅوی، نو په کندهار کي د صفوي واکمن حکمران ګيورګي له خوا په ښار صفا کي پر هغه ناڅاپه بريد وسو او دولت خان يې د خپل زوی نظر محمد خان سره وواژه. ګرګين د احمدشاه بابا د نيکه کلا او شتمني هم ورتالا کړه.

خو کله چي ګورګين پوه سو چي دغه کار يې افغانان ډېر قهرولي نو يې ورسره سوله وکړه او د وژل سوي دولت خان مشر زوی رستم خان يې د ابداليانو د مشر په توګه ومنی. خو د ضمانت په توګه يې د دولت خان کشر زوی زمان خان د نظربندۍ په حالت کي په کرمان کي تر ۱۷۱۰ کال پوري وساتی. زمان خان د احمدشاه بابا پلار ؤ. کله چي په کندهار کي د هوتکيانو پاڅون وسو، نو صفويانو په دې هيله چي ابداليان به د هوتکيانو تقليد نه کوي، د ښه نيت ښودلو په توګه زمان خان آزاد کړ چي هغه هرات ته ولاړ او هلته والي سو. د فارس شاه سلطان حسين په کندهار کي د افغانانو د بغاوت د ماتولو په انعام کي ګيورګي ته د ګُرګين خان لقب ورکړ.
خو په ۱۷۰۹ م کال د افغانانو د هوتکو او نورو ټبرونو له خوا د ګُرجي ګرګين پر ضد يو پاڅون وسو. ولي چي د کندهار خلک د ګرُګين له ظلمونو تر پوزي راغلي ول.

په کندهار کي د پاڅون په کال يا دغه کال ته نژدې د چشتيه طريقت صوفي شاعر عبدالرحمان بابا د تقريبا ۵۹ کالو په عمر وفات سوی ؤ.

هوتکي پاڅون
په کندهار کي د پاڅون مشري ۳۹ کلن حاجي ميرويس خان هوتکي کوله چي وروسته په افغانانو کي په ميرويس نيکه مشهور سو. د دې څخه ترمخه چي د ميرويس نيکه په مشرۍ بغاوت وسي، ميرويس نيکه په کندهار کي ښاروال ؤ او په زړه کي يې د افغانانو د آزادۍ ارمان ژوندی ؤ.

ميرويس نيکه د ګرګين له کړنو څخه د شکايت په توګه او د افغانانو په استازيتوب د فارس شاه ته يو ليک هم ولېږئ خو هغه سر په ونه ګرځاوه. ګرګين چي ظالم خو تجربه کار او هوښيار ؤ د ميرويس نيکه په زړه کي د آزادۍ ارمان يې درک کړی او پېژندلی ؤ او د فارس شاه ته يې له ميرويس نيکه شکايت وکړ، چي شاه هم ميرويس نيکه خپل دربار ته احضار کړ.

ميرويس نيکه هلته په دې وتوانېد چي د شاه د دربار د راز او نياز خبري ځان ته معلومي کړي او ورته د شاه کمزورۍ هم عياني سوې. ميرويس نيکه په دې وتوانېد چي د شاه په زړه کي د ګرګين په تړاو شکونه ورواچوي. همدا ؤ چي شاه ميرويس نيکه ته اجازه ورکړه چي حج ته او بيا کندهار ته ولاړ سي. ميرويس نيکه په حج کي له عالمانو څخه د صفويانو پر ضد د پاڅون فتوی تر لاسه کړه او کله چي کندهار ته راغلی نو يې د افغانانو يوه پټه جرګه راوبلله، چيري چي پر دې قسم وسو چي ګرګين به له منځه وړل کيږي.

افغانانو ګرګين او د هغه ساتونکي تر تيغ وايستل او و اصفهان ته يې د ګُرګين هغه عيسوي تسبېح او صليب ولېږل چي نوموړي د ځان سره درلودل. د دغې پيښي وروسته افغانانو ميرويس نيکه د کندهار امير وټاکی.

صفوي پاچا په ۱۷۱۱ کال د ګورګين خان د وراره خسرو په مشرۍ د کندهار د بيرته نيولو له پاره د ۳۰ زرو عسکرو يو لښکر وليږی. خو افغانانو دغه لښکر ډېر سخت وځپی او د خسرو په شمول يې تقريبا د لښکر ټول ۳۰ زره عسکر ووژل.

تقريبا دوه کاله وروسته يعني په ۱۷۱۳م مېلادي کال د فارس شاه سلطان حسين د کندهار د بېرته نيولو له پاره يو وار بيا یو لښکر ولېږئ. خو افغانانو دغه لښکر ته هم ماته ورکړه. په دې توګه د ميرويس نيکه په مشرۍ افغانان وتوانېدل چي پر کندهار خپل کنټرول وساتي. د دغې ماتې ورکولو وروسته هوتکي افغانانو ته دا مفکوره هم ورپيدا سوه چي تر کوم وخت پوري چي يې اصفهان نه وي نيولی، نو د صفويانو له شر څخه به خلاص نه سي.

ميرويس نيکه په ۱۷۱۵ کال په کندهار کي د تقريبا ۴۲ کلنۍ په عمر وفات سو او ورور عبدالعزيز يې مشري په غاړه واخيسته.

په کندهار کي د هوتکي افغانانو د پاڅون څخه تقريبا ۷ کاله وروسته يعني په ۱۷۱۶ کال په هرات کي ابدالي افغانانو د صفويانو پر ضد بريالی پاڅون وکړ او صفويان د هرات په بيرته نيولو کي هم ناکامه سول.

په کندهار کي د ميرويس نيکه ورور او ځای ناستی و واک ته تر رسېدو وروسته سمدلاسه په دې تورن سو چي ګواکي غواړي کندهار بېرته صفويانو ته وسپاري. همدا ؤ چي د کندهار خلکو د ميرويس نيکه ۲۰ کلن زوی شاه محمود دې ته وهڅاوه چي خپل اکا عبدالعزيز مړ کړي او د صفويانو سره د يو تړون د لاسليک کېدو مخه ونيسي. شاه محمود خپل اکار مړ کړ او په ۱۷۱۷م کال يې د کندهار د واک چارې په غاړه واخيستلې.

شاه محمود په دې نظر ؤ چي که دی پخپله فارسيانو ته په فارس کي ماته نه ورکړي، نو هغوی به هيڅکله افغانان پر آرامه نه پرېږدي او د کندهار د بېرته نيولو له پاره به هميشه لښکر ليږلو ته بيا بيا زړه ښه کړي. همدا ؤ چي شاه محمود په ۱۷۱۹م کال او په ۱۷۲۱م کال دوه ځله تر صفوي واکمنۍ لاندي د کِرمان ښار د نيولو هڅه وکړه او د ۱۷۲۲ م کال په پېل کي يې د فارس د يزد ښار د نيولو هڅه وکړه، خو په درو واړو هڅو کي بريالی نه سو.

په بريتانيه کي د بخاري ماشين د جوړېدو لس کاله پوره کيدل چي د کندهار شاه محمود هوتکي د خپل لښکر سره اصفهان کلابند کړ. د افغانانو له لوري د اصفهان دغه محاصره د ۱۷۲۲ کال په مارچ مياشته کي پېل سوه او څو مياشتي يې دوام وکړ. د همدغه کال په اکتوبر مياشته کي د فارس شاه چي پخپله هم په دغه ښار کي کلابند ؤ، ښار او ځان هوتکيانو ته تسليم کړ او د کندهار شاه محمود هوتک يې د فارس پاچا اعلان کړ. دا د هميشه له پاره د صفوي کورنۍ د پاچهۍ د پای ته رسېدو آغاز ؤ.

د احمدشاه بابا د زېږېدنې کال
د افغانانو له خوا د اصفهان د نيول کېدو په کال يعني ۱۷۲۲م مېلادي کال د هرات د والي محمد زمان خان په کور کي يو هلک پيدا سو. پر دغه ماشوم باندي د احمدخان نوم کښېښودل سو. همدغه احمدخان وروسته احمدشاه بابا سو چي په لومړي ځل يې د افغانانو يو لوی دولت تأسيس کړ او پر هغه يې د افغانستان نوم کښېښود. د احمدشاه بابا د زېږېدنې څخه تر مخه د هغه پلار وفات سوی ؤ. نور منابع بيا وايي چي هغه د احمدشاه بابا د زېږېدو څخه لږ وخت وروسته وفات سو.
دا هغه کال دی چي شاه محمود اصفهان ونيولی. په اسفهان کي د افغانانو د واکمنۍ د وخت په هکله عنعنوي منابع وايي چي هره مياشت به تقريبا ۳ زره ماري اوښان له کندهار څخه فارس ته تلل چي ورباندي به افغان ځوانان او کورنۍ سپاره ول. دغه درې زره اوښان به بيا په مالونو بار بېرته کندهار ته راتلل چي دا يوه لويه لوجيستيکي ننګونه وه. په فارس کي د افغانانو د واکمنۍ پر وخت زښت زيات پاڅونونه کيدل چي افغانان يې ډېر بوخت ساتلي ول او دغو جنګونو له افغانانو لويي لوجيستيکي هلي ځلي او دوامدراه قربانۍ غوښتې.

شاه محمود هوتکي د اصفهان تر فتح دوه نيم کاله وروسته يعني په ۱۷۲۵ م ميلادي کال د دماغي ناروغۍ له کبله په ۲۷ کلنۍ ووژل سو. د هغه تر مړيني وروسته د ميرويس نيکه وراره او د عبدالعزيز زوی شاه اشرف د فارس پاچا او د ميرويس نيکه کشر زوی شاه حسين هوتک په کندهار کي واکمن سو.

شاه اشرف هوتکي
شاه اشرف تقريبا څلور کاله د فارس پر تخت ناست ؤ چي د پرځول سوي صفوي شاه سُلطان حسين د زوی طهماسب دوم او قومندان نادرافشار له خوا په دامغان کي د يوې توطيه يي جګړې په ترڅ کي يې ماته وخوړه او افغانان مجبوره سول چي بېرته د نني افغانستان سيمي ته پر شاتګ وکړي. شاه اشرف افغانستان ته پر لاره ؤ چي د خان قلات ميرمحبت خان بلوڅ له خوا ونيول سو او په ۱۷۳۰ کال ووژل سو.

خو په کندهار کي د هوتکيانو واکمني برقراره وه او د ميرويس نيکه کشر زوی شاه حسين هوتک پر تخت ناست ؤ. نادرافشار کندهار ته مخه وکړه او تر يو کال څخه زيات وخت يې دغه ښار کلابند کړ. ځوان شاه حسين تر يو کال پوري د نادرشاه افشار سره مبارزه وکړه خو کلابندۍ يې نور ټول قوت ورختم کړ. همدا ؤ چي شاه حسين د خپل زړور سپه سالار سيدال خان ناصر سره يو ځای د کلات په کلا کي د نادر د ځواکونو له خوا ژوندی ونيول سو او په سترګو ړوند کړل سو. شاه حسين د نادر په امر مازندران ته تبعيد او هلته په ۱۷۳۸م کال د زهرو په مرسته ووژل سو.

احمدشاه بابا
کله چي نادرافشار کندهار ونيوی نو احمدشاه بابا چي عمر يې ۱۶ کاله ؤ، په کندهار ښار کي نظر بند ؤ. نادر افشار په احمدشاه بابا کي جوهر وليد او هغه يې وروسته د خپلو څلورو زرو عسکرو مشر وټاکه.

تاريخپوهان وايي چي د احمدخان له پاره دغه دنده د هغه د وروسته سياسي ژوند له پاره ډېره مهمه وه. نوموړی په دغه دوره کي د فارس د نوي پاچا نادرشا افشار او د هغه دربار ته ډېر نژدې پاته سو او د سيمي د اقتصادي او سياسي وضعيت او د مديريت او واکمنۍ د چارو سره اشنا سو.

د نادرافشار ژوند د ډيرو ستونزو سره مل ؤ. هغه ډېر بې باوره ؤ او حتی پر خپلو ډيرو نژدې کسانو يې شک کاوه. دا د دې لامل سو چي هغه ډير کسان د شک پر بنياد ووژل او نادرافشار ته ډېر نژدې نور کسان له هغه څخه خوابدي سول. په دې ترڅ کي د نادرافشار وراره علي قلي خان په سيستان کي بغاوت پېل کړ.
نادرافشار د خپلو نژدې کسانو له خوا ووژل سو، خو احمد خان او د هغه عسکرو د هغه کورنۍ وژغورله. د نادر تر مړيني وروسته احمدخان د خپل لښکر سره کندهار ته ولاړ.

په کندهار کي د دغي سيمي له پاره د مشر ټاکلو له پاره د مشرانو يو جرګه جوړه سوه. د دغې جرګې په تړاو مير غلام محمد غبار ليکلي دي: «کله چې خراسانی نادر شاه ووژل سو، افغاني پوځ چې له څلورو زرو غلجیانو او دولس زرو ابدالیانو او ازبکانو څخه جوړ ؤ د خلجي نور محمد خان او ابدالي احمد خان په مشرۍ د کندهار په لور وخوځېد. کومه جرگه چې د اکتوبر په میاشت کې په ۱۷۴۷ م ميلادي کال د شېر سرخ مزار ته څېرمه جوړه سوه، په پای کې یې احمد خان خپل مشر وټاکه.»

بعضي تاريخپوهانو ليکلي چي نورمحمدخان عليزی ؤ او خلجی نه ؤ.

په کندهار کي د احمدشاه بابا د پاچا کيدو سره هغه د افغانستان په نوم دولت تاسيس کړ. دا هغه وخت دی چي په هند کي صرف څو مياشتي مخکي نوی مغل پاچا شاه بهادر پر واک راغلی دی. په هند کي د مغلو پر ضد هم هندو راجپوت مرهټانو او هم سيکانو خپل بريدونه لا توند کړي دي. دا هغه وخت دی چي د هند بنګال، مدراس او نورو سيمو ته د ايسټ انډيا کمپنۍ په شکل انګرېزان او په همدې شان فرانسويان ننوتلي دي او د ټول هند د نيولو پلانونه عملي کوي.

د احمدشاه بابا د لومړيو کارونو څخه يو دا ؤ چي پر افغانانو يې د يووالي ږغ وکړ. هغه له مختلفو قومونو له مشرانو يوه نهه کسيزه جرګه جوړه کړه چي هغه ته يې په ملي چارو کي مشوره ورکوله.

ستر احمدشاه بابا باميزی شاه ولي خان خپل صدراعظم انتخاب کړ. د دفاعي چارو وزير يې سردار جان خان او لوی درستيز يې شاه پسند خان ونومول.
احمدشاه بابا د دولت جوړولو په ترڅ کي عالي ديوان يا د ماليې وزارت، د خزانه دارۍ، کورني امنيت، جزا، استخباراتو، مستوفيت، قضا او د دارالانشا ادارې جوړې کړې. هغه د قومونو او قبايلو جرګه او ګڼ شمېر نوري لويي او کوچنۍ ادارې هم رامنځ ته کړې.

احمدشاه بابا د پليو او سپرو يو منظم پوځ جوړ کړ چي د سرتيرو شمېر يې تقريبا ۱۶ زرو ؤ. د دې تر څنګ تقريبا دېرش زره غېر منظم وسله وال هم د احمدشاه بابا تر قومندې لاندي ول. کله چي به جګړه وه، نو د دغو عسکرو شمېر څو چنده لا زياتېدی.

احمدشاه بابا له کابل څخه تر پېښوره او له کندهار څخه تر هرات پوري او په همدې شان له خراسان څخه تر بدخشان پوري ملي وحدت ټينګ کړ. په دې ترڅ کي د هرات والي دروېش علي خان هزاره، د بلوچستان والي مير نصير خان نوري بلوڅ او داسي نور مشران يې د بيلو سيمو حاکمان کړل.

احمدشاه بابا د خپلي واکمنۍ پر وخت ولي نورو هيوادونو ته په جګړه ولاړئ؟ د دغې پوښتني د جوابولو له پاره دا مهمه ده چي څوک پوه وي چي د افغانستان د تاسيس پر وخت زمانه داسي وه چي د هيوادونو پولي ډير ژر بدلېدلې رابدلېدلې. که به يو هيواد نن لوی ؤ نو څو وخت وروسته به کوچنی سو. بل د احمدشاه بابا د پاچا کيدو څخه تر مخه د افغانستان سيمه د مغلو او فارسيانو تر منځ ويشل سوې وه.

دا هغه وخت دی چي په منځنۍ آسيا کي په لسګونو سيمه ايزي واکمنۍ موجودي وې. د بېلګي په توګه د خَضَر يا کيسپين سمندرګی سواحل د محمد حسين قاجار په لاس کي وې. پر آذربايجان يو افغان مشر آزاد خان خلجي حکومت کاوه او په همدې شان په سيمه کي نوري واکمنۍ وې چي خپل تر منځ د جګړو پر وخت به يې احمدشاه بابا ته بلنه ورکوله چي په فارس کي هم خپل حکومت جوړ کړي.

په هند کي د اورنګزېب تر مړيني وروسته د هند نيمه وچه د سلګونو سيمه ايزو واکمنانو تر ګواښ لاندي راغلې وه.

په زیاته بيا مسلمانان په هند کي ډېر کمزوره سوي ول او هندو راجپوت مرهټانو زياتي سيمي تر خپلي ولکې لاندي راوستلي وې او داسي بيره وه چي مغل به د پاتو سيمو تر څنګ کابل هم ونيسي. سيکانو هم لوی ګواښ رامنځ ته کړی ؤ. همدا ؤ چي د هند مسلمانانو د يو مسلمان ديني عالم شاه ولي الله رح له لاري احمدشاه بابا ته يو ليک ولېږئ او له مرهټ ځواکونو يې د مسلمانانو د ژغورنې له پاره مرسته وغوښته. شاه ولي الله د خپل وخت يو ستر عالم ؤ چي دا هغه کس دی چي د قرآن پاک لومړۍ فارسي ترجمه همدغه عالم کړې وه.

د يادو لاملونو له کبله احمدشاه بابا مجبور سو چي ۸ واري هند ته ولاړ سي.

له دغو جګړو څخه تر ټولو مشهوره جګړه د پاني پت په ميدان کي د مرهټو سره د ۱۷۶۱ م ميلادي کال جګړه ده چي درې مياشتي يې دوام وکړ. په دغه جګړه کي مرهټانو سخته ماته وخوړله او د زياتو مرهټانو د وژل کېدو تر څنګ ورڅخه یوازي ۲۲ زره سرتيري ژوندي ونيول سو. د دغې جګړې وروسته په هند کي د مرهټ ځواکونو ملا داسي ماته سوه چي بيا راپورته نه سول. په دغه جګړه کي د احمدشاه بابا سره نه يوازي د افغانستان د ټولو قومونو جنګيالي لکه ازبک، هزاره، تاجک، پښتانه، بلوڅان، پشه يان او قزلباش او نور ملګري ول، بلکه پخپله د هند د بيلو قومونو مسلمانانو هم ورسره ملګري کوله. په دغه جګړه کي فاتح پوځ ته ۵۰۰ فيلان، په زرهاؤ اوښان، پنځوس زره آسان او تر ۲ لکو څخه زيات غوايان او داسي نور غنيمتونه په لاس ورغلل.

احمدشاه بابا د پاني پت د جګړې وروسته بيا هم هند ته څو واري د بغاوتونو او ګواښونو د سرکوبولو له پاره سفرونه وکړل، خو د پاني پت جګړه هغه تر ټولو مهمه جګړه وه. اټکل کيږي چي د هند په جګړو کي د احمدشاه بابا تر قومنده لاندي د ۱۰ او ۱۵ زرو تر منځ عسکر ووژل سول.

که څه چي هم په هند او هم په فارس کي په څو څو ځله له احمدشاه بابا څخه غوښتنه او هيله وسوه چي پر تخت يې کښېني، خو احمدشاه بابا غوښتل چي صرف د افغانستان پر دولت جوړونه توجه وکړي. لکه پخپله شاعر احمدشاه بابا چي وايي:

ستا د عشق له مينی ډک سول ځيګرونه
ستا په لاره کـــې بايلــــــــي زلمي سرونه
تاته راسمــــه زړګــــی زمــــا فـــارغ سي
بې له تا مــــې انديښنې د زړه مارونه
که هــــر څه مې د دنيا ملکونه ډير سي
زما به هير نه سي دا ستا ښکلي باغونه
د ډيلـــي تخت هيرومه چې را ياد کړم
زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه

احمدشاه بابا د هوتکو او مخکنيو نورو هغو افغان واکمنانو له ستړياؤ او لويو جدي ستونزو څخه زده کړه کړې وه چي د افغانستان څخه دباندي يې پر تخت ناستي ته زړه نه ښه کاوه.

احمدشاه بابا چي د خپل وخت په امپراتورانو کي يو لوی امپراتور او واکمن ؤ، خو هغه په اخلاقو او د ژوند په طرز کي له نورو ټولو څخه بېل ؤ.
نه چا د احمدشاه بابا د لوی حرم، نه د هغه د لويو حمامونو، نه د سلهاؤ مينځو او نه هم د ځان له پاره د لويو قصرونو راپور ورکړی دی. احمدشاه بابا په خپل ټول واک کي يو خاکسار انسان ؤ.

احمدشاه بابا په ۱۷۷۳ م ميلادي کال د ورپيښي ناروغۍ له کبله چي پر مخ يې د سرطان دانه راختلې وه، وفات سو او په کندهار کي خاورو ته وسپارل سو.
د احمدشاه بابا د مرګ په کال په انګلستان کي د بخار د ماشين د جوړېدو ۶۱ کاله تير سوي ول.

د احمدشاه بابا ميراث
دا چي افغانان ونه توانېدل چي د احمدشاه بابا ميراث په هغه شکل وساتي لکه هغه چي پرې ايښی ؤ، لوی لاملونه يې بهرنۍ لاسوهنې او د کور دننه بې اتفاقۍ وې.
افغانستان نن د هغه برم خاوند هيواد نه دی پاته لکه د احمدشاه بابا په وخت کي چي ؤ. هغه افغانستان چي د احمدشاه بابا په وخت کي يې عصري توپونه جوړول، نن پکښي نه د کفن د ټوکر جوړولو ظرفيت نسته او نه پکښي د ستنې او تار جوړولو ظرفيت سته.

افغانان نن هم جګې شملې والا لُنګۍ تړي خو دغه لنګۍ يې واردادي دي. هغه افغان چي په هند و برصغير کي يې تر نن پوري نوم د خان صاحب يا کابلي والا په دروند لقب اخيستل کيږي، پاسپورټ يې د نړۍ د تر ټولو کم نړيوالو ارزښت لرونکو اسنادو څخه دی.

افغان مېندې د تيرو درو لسيزو راهيسي د دې له پاره بچي زېږوي چي د پرديو له خوا په توليد سوو او د پرديو له خوا په رانيول سوو توپکونو ځانونه سره ووژني.
افغان مېندې د تيرو درو لسيزو راهيسي د دې له پاره بچي زېږوي او لويه وي يې چي د مهاجرت پر لارو ډوب او لاهو سي او يا د هميش له پاره په پردېس کي مزدوران سي.

هغه افغانستان چي پولې يې پر شرق و غرب او پر شمال و جنوب غځېدلي وې، نن يې په هغه خپل وجود کي د ناسور کرښي کش سوي او خپل مځکنۍ بشپړتيا يې د لا نوو ګواښونو سره مخامخ ده.

د نوي نړۍ نطفه
په داسي حال کي چي په انګلستان کي د بخار د ماشين د جوړېدو درې سوه کاله وروسته يو ځل بيا نړۍ د اوښتون په حال کي ده، صعنت او ژوند له سوځېدونکي فوسيل انرژۍ اوړي او ځيرک تليفونونه او پخپله چلېدونکي موټر او الوتکي د معدني خاورو څخه په جوړو سوو چيپونو او ليتيوم بيټرۍ د انسانانو د ورځني ژوند برخه ګرځي، افغانان لا تر اوسه د يو واحد او فعال دولت خاوندان نه دي.

دا په داسي حال کي چي د نړۍ برحال او راتلونکي ابرقدرتونه به د ستراتيژيکو لارو تر څنګ د ډيجيټل پير د مخکښتوب له پاره یو د بل سره سيالۍ کوي. د هغو موادو پر سر چي ورڅخه نوې نړۍ شکل اخيستونکې ده. دغه مواد لکه څنګه چي د صنعتي انقلاب په دوران کي د نفتو او ګازو په شکل مهم ول، اوس په ډيجيټل انقلاب کي هغه اصلي تخم او نطفه ده.

په افغانستان کي د شورويانو د يرغل په وخت کي په افغانستان کي د قيمتي خاورو ارزښت ۶ ترليونه اټکل سوی ؤ. د امريکايانو په وخت کي دغه اټکل درې ترليونو ته او په دا نژدې څو مياشتو کي دغه اټکل و يو ترليون ته راټيټ کړل سو.

حال دا چي د شورويانو په وخت کي لا دا نه وه روښانه چي دغه قيمتي خاوري به د نوې نړۍ او نوي تمدن د رامنځ ته کېدو نطفه او بې بها کيږي. نو اوس چي دا خبره روښانه سوې چي د نوې عصر او نړۍ تخم او بې بها خام مواد همدغه خاوري دي، نو قيمت به يې ولي کم سوی وي. زه په دې نظر يم چي که د افغانستان تر ستراتيژيک مؤقيت څخه حتی تير سو، يوازي د افغانستان دننه پرتې خزانې که افغانان يې خپلې کړې، تر راتلونکو زرو کالو پوري ټول افغانان د نړۍ سيالان ګرځولای سي.

نوی احمدشاه بابا
نن بيا نړۍ په يو حساس وخت کي قرار لري او افغانستان يو ځل بيا و يو احمدشاه بابا ته سترګې په لار دی. نن افغانستان يو داسي احمدشاه بابا ته اړتيا لري چي د عصر او زمانې او د افغانستان د عميق حالت اړتياؤ ته هغسي جواب ووايي لکه اول احمدشاه بابا او ميرويس نيکه چي په خپل وخت ورته جواب ويلی ؤ. داسي احمدشاه بابا چي د ټولو افغانانو مشر او پلار وي.

داسي احمدشاه بابا چي د افغانستان دننه د مسلمان او غېر مسلمان، د سني او شعيه او د ټولو آبادو ټبرونو خواخوږی او مشر وي. داسي احمدشاه بابا چي قومپرست او ژبه پرست او سيمه پرست او تبعيض کوونکی نه وي. داسي احمدشاه بابا چي د يو داسي افغانستان تاسيس وکړي چي پکښي د ټولو اوسېدونکو وګړو حقونه او مسؤليتونه برابر وي.

لکه څنګه چي هغه وخت د توري او تدبير خاوند احمدشاه بابا ته اړتيا وه، نن افغانان يو داسي احمدشاه بابا ته اړتيا لري چي په افغانستان کي په جنګ ختمولو او د توپک په ماتولو کي بريالی سي. افغانستان يو داسي نوي احمدشاه بابا ته اړتيا لري چي د علم د سيالۍ په پاني پت کي فتحه خپله کړي.
__________________
ماخذونه:
ـ ګنډا سينګ، ۱۹۵۹، احمدشاه دراني، Ahmad Shah Durrani: Father of Modern Afghanistan
ـ عبدالحی حبيبي، ۲۰۰۳، Afghanistan: An Abridged History
ـ جيورج بروس مېلسن، ۱۸۷۸، History of Afghanistan, from the Earliest Period to the Outbreak of the War of 1878
ـ ويکيپېډيا، جولای ۲۰۱۷
ـ بريتانيکا آنلاين پوهنغونډ، جولای ۲۰۱۷
ـ شهسوار سنګروال، ۲۰۱۲، آنلاين مقاله « احمدشاهي امپراتوري څرنگه رامنځ ته شوه؟» http://p.dw.com/p/14R71
ـ محمد معصوم هوتک سره د ليکوال شخصي تليفوني مرکه، سپتمبر ۲۰۱۷
ـ متقاعد جنرال عبدالمجيد راغستاني سره د ليکوال شخصي تليفوني مرکه، سپتمبر ۲۰۱۷
ـ ډاکټر احمد ظاهر اڅکزي سره د ليکوال شخصي مرکه، جولای ۲۰۱۷
_________________________

د احمدولي اڅکزي له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه