کور / تازه خبرونه / افغان حکومت: د پاکستان سره مو د هندي زنداني په هکله خبري نه دي کړي

افغان حکومت: د پاکستان سره مو د هندي زنداني په هکله خبري نه دي کړي

افغان چارواکو د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير هغه خبري بې اساسه ګڼلي دي چي دپاکستان سره افغان چارواکو د يو هندي تبعه په اړه خبري کړي دي.

تېره اونۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف د اسيائي ټولني سره په مرکه کي ويلي وو چي د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د يو هندي تبعه د تبادلې غوښتنه ورڅخه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمشريزي په څنډو کي د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير سره پر يو لړ موضوعاتو خبري اتري کړې وې.

وروسته خواجه اصف وويل چي حنيف اتمر ورڅخه غوښتي وه چي په پاکستان کي د جاسوسۍ په تور نيول سوی هندی تبعه کلبهوشن یادوو افغان حکومت ته وسپاري او په بدل کي به ئې افغانستان هغه تورن کس پاکستان ته وسپاري چي په پېښور کي پر فوځي ښوونځی په بريد کي تورن دی او اوس د افغان حکومت سره په زندان کي دی.

د ياد خپر د خپرېدلو وروسته د افغانستان دملي امنيت شورا وويل چي د خواجه اصف سره د ليدني پرمهال دا ډول هيڅ يادونه نه ده سوې او د هندي زنداني پر سر هيڅ خبره نه ده سوې.

د امنيت شورا وياند قادرشاه وايي: د دواړو مشرانو ترمنځ په پاکستان کي د ترهګرو د پټنځايونو پر له منځه وړلو او همداډول په افغانستان کي د پاکستاني طالب زندانيانو په هکله خبري وسوې، خو د هندي تبعه زنداني په اړه هيڅ يادونه نه ده سوې.

د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر ويلي دي د حقائقو اړول او د خبرو سانسور د دواړو هيوادونو پر اړيکو بد تاثير کوي او د باور فضا له منځه وړي.

ياد هندی کلبهوشن یادوو تېره مارچ مياشت پاکستاني ځواکونو په بلوچستان کي ونيوی. پاکستان ادعا کوي چي کلبهوشن یادوو د هند د استخبارتي سازمان (را) لپاره کار کاوه. خو هند وايي ښاغلی کلبهوشن یادوو په هندي فوځ کي تر تقاعد وروسته ايران ته تللی وو او هلته په سوداګري بوخت وو چي پاکستاني استخباراتو تښتولی دی او بلوچستان ايالت ته ئې د ځان سره بېولی دی.

د پاکستان محکمې کلبهوشن يادوو ته د ترهګرۍ په تور مرګ سزا اورولې ده، خو هند ئې په غبرګون کي نړيوالي عدلي محکمې ته شکايت کړی. نړېواله محکمې له پاکستانه غوښتي چي دکلبهوشن یادوو د دوسيې د نهايي کېدو وړاندي هغه ته سزا ورنه کړي.

هند څو ځله له پاکستانه غوښتي چي د کلبهوشن يادوو سره د ليدلو لپاره د هند قونصل ته اجازه ورکړي خو پاکستان ئې غوښتنه نه ده منلې.