کور / تازه خبرونه / د ښاروال ضد د تبليغ احتمالي څپه

د ښاروال ضد د تبليغ احتمالي څپه

د مقصود ضمير ليکنه

د تبليغ څپه

 ډېری ملګري به کېدای سي، په دې څو ورځو کي د کندهار ښاروال په اړه د منفي تبليغاتو د يوې نوي څپې شاهدان وي او کېدای سي دا څپې نوري هم زور واخلي، خو ملګري بايد نه يوازي د کندهار ښاروال په اړه بلکي د هر هغه ناوړه تبليغ په اړه حساس و اوسي، چي کادرونه او د کار سړي مو په يوه او بل نامه سره بدنامه او ګومانه کوي.

په يوه خبره ټوله پوهېږي، چي د کندهار ښار په دې وروستي يوه کال کي دومره تغير کړی کړئ، چي په تېرو پنځسو کالو کي به ئې نه وو کړئ، خو هغه کسان، چي د ښاروال پر ضد تبليغات کوي، دغه ټول پرمختګونه او د بيارغوني کارونو ئې د يوه مخه هيري کړي او محدود داسي موضوعات، چي کېدای سي ښاروال به په مستقيم ډول لاس نه پکښي لري په مطلق ډول ئې ښاروال غل او فاسد معرفي کړي دئ.

هغه کسانو، چي په نوي ماسټر پلان کي ئې دکانونه او د هستوګني مېني له لاسه ورکړي وي ورته سخته به وي، کارو بار به ئې زيانمن سوی وي او يا به هم بې مېني سوي وي، خو څوک ويلای سي، چي د ماسټر پلان د تطبيق له پاره چاره څه ده(!؟) که څه هم کندهار ښار د هيواد د دوهم ښار په نوم يادېږي، خو د بيارغوني او ښاري پراختيا له نظره به فکر نه کوم، چي په پنځمه درجه کي دي راسي، ځکه يوازنی علت ئې د ماسټر پلان له مخي پراختيا ته نه پاملرنه ده.

د استملاک د قانون له مخي باید د کور او دکان له نړولو څخه مخکي برابر بديل وکړه سي او آن په کور کي د ولاړي شنې درختي عوض هم بايد په نظر کي ونيول سي. مګر که ټول چاري په دې ډول سره پرمخ ولاړي سي، نو فکر نه کوم، چي يوازي دي په پنځه کاله د احمدشاهي جادې کار بشپړ سوی وای. 

د اصولو له مخي د هر استملاک له پاره د وزيرانو شورا تائيد ته اړتيا ليده کېږي، خو هغه پيسي، چي د حکومت له بوديجې څخه ورکول کلونه په بر کي نيسي. زما پياد دي، چي له هندو چوک سره ډېره لږ مځکه شهيد حميدي استملاک کړه، خو د دغه لږي مځکي د استملاک چارو تر دوه کاله اضافه وخت ونيوی. مګر اوسني ښاروال د پيسو پر ځای د بديل په اړه فکر کړی دی، چي علت ئې همدا دئ، څو په ښار کي کارونه په چټکۍ سره پرمخ ولاړ سي، خو د بدیل په ورکړه کي لږ ځند بلکل وجود لري، چي انشاءالله د دواړو لورو په خیر به وي.

په استملاک کي د پيسو پر ځای د بديل ورکړي د پلان له نظره خورا کټوره تمامه سوې ده او هغه څوک، چي په دې پلان کي ځان زيانمن ويني په يوه او بله بهانه د کېدونکو تبليغاتو ملاتړ کوي.

د استملاک له پروسې سره د ملاتړ په برخه کي د هيواد په کچه تر ټولو ښه قرباني د تاريخي ولايت هرات اوسېدونکو ورکړې ده او دامهال دغه ښار د ټول هيواد د ښارونو په پرتله پراخي جادې او سړکونه د اوبو ايستلو يو مناسب سيسټم او ښه ښاري اسانتياوي لري.

زه کندهار ښاروال انجېنير روښان ولسمل په سپېڅلتيا کي له اسمانه راتاسوې ملکه نه بولم؛ مګر هغه څوک، چي د ښاروال پر ضد تبليغات کوي لږ، خو دي وشرمېږي، په دې ټوله اداره کي دي بل داسي کس يا رئيس راوښئي، چي په خپله برخه کي ئې د ښاروال په څېر نه؛ بلکي په نيمائي او چارياکه وړتيا ښوولې وي او له فساد څخه دي پاک وي.

همدا د تعجوب وړ خبره ده، چي ولي هغه فاسدين په جګه غاړه ګرځي او هره ورځ د همدې فعالينو د فيسبوک صفحې د فاسدو په ستاينو لړي وي، چي کندهار د هغوی له مجوديت څخه کړېږي، مګر يو داسي ښاروال، چي په يوه کال کي ئې د کندهار بڼه داسي تغير کړه، چي په راتلونکې يوه بله لسيزه کي ئې توقع هم نه کېده.

د احمدشاهي جادې د کار بشپړېده، د لوی ويالې د الف ساحې د ټولو سړکونو ډابمرېدل، د لوی ويالې د دواړو لورو سنکاري او په زرګونو د نيالګيو ايښوولو لړۍ، د ميرويس مېني د سړک د پراخولو د پروژې پېلېده، د پنځلسمي ناحيې اړوند له ښکاپر باراز څخه د کرز تر پله پله پوري د سلګونو غيري قانوني ځايونو نړېدل او د سړک د پراخوالي د پروژې پيل، د لومړۍ ناحئې د مخابراتو د مخامخ سړک ايستل(چي خوب او خيال وو) د حضرت جي بابا له سيمي څخه تر لوی ويالې پوري د اساسي سړک جوړول، چي( د ورځي په زرونو وسايطو د تګ راتګ لاره ده) د حبيبي واټ د پراختيا د پروژې دوام، په فرقه کي د اصلاحي پلان پيل، له چوڼۍ څخه تر مېرويس روغتون پوري د عمومي سړک د پروژې جيلوجکي سروې، د ښاروالۍ دعوايدو زياتوالی، د ښاروالۍ د تشکيل پوره کېده او په لسهاوه داسي نوري کوچنۍ پروژې او اصلاحات به وي، چي زه له دباندي څخه نه يم په خبر، مګر هغه څوک به خدای په سترګو ړند کړي، چي د دې ټولو لاسته راوړنو سره ـ سره به د دې هيواد او ښار خدمتګاران په يوه او بل نوم سره بدناوي.

زه په کندهار کي پر لپسې اووه کاله خبريال پاته سوی يم، (اوس نه يم) د رئيسانو د کارونو او ټبلۍ او فساد په اړه ډېر داسي موضوعات د خاطراتو په توګه راسره سته، چي منل به ئې تاسي ته ګرانه خبره وي. که چيري ځيني ملګري وائي، چي ښاروال فساد کوي، نو د ښاروال فساد، چي تاسي ياد کړی دئ، د ډېرو نا اهله رئيسانو فساد ته داسي دئ، لکه په مليون کي (يکی) يوه افغانۍ. که چيري ستاسي مبارزه رښتنې ده، نو له هغو کسانو څخه ئې پيل کړئ، چي اوښان ئې په ګنډه وهلي دي او لا هم ستاسي له چپ خولې څخه په استفاده ئې دغي چاري ته دوام ورکړی دئ.

يوه يادونه، چي کندهار ښاروال بايد ورته پام وکړي: مطبوعاتي برخي ته ځانګړی پام دئ، چي وکولای وسي، وخت پر وخت د هغو کسانو تبليغات خنثی کړي، چي د اوبو په خړولو سره د ماهيانو د نيولو هڅه کوي، ځکه دامهال د ډېرو هغو پروژو څخه خلګ ناخبره او له ارزښت څخه ناګاه دي، چي په ښار او سيمه کي ئې دوام لري.

هغه څوک چي دغه سي منفي تبليغات کوي، شخصي او سیاسي ګټي لري، خو زما په نظر د دې ناځوانانو د تبلغ څپه هر هغه کس ځپلای سي، چي د شخصي ګټلو له مدار د ملي ګټو مدار ته واوړي.

په درنښت

م.م. ضمير