کور / راپور / په يو هوايي بريد کي په تېروتنه افغان سرتيرو ته مرګژوبله اوښتې ده

په يو هوايي بريد کي په تېروتنه افغان سرتيرو ته مرګژوبله اوښتې ده

د افغان هوايي ځواکونو په يوه بريد کي چي په تېروتنه سوی دی ۱۰ افغان سرتيري وژل سوي او ۹ نور ټپيان سوي دي.

دا پېښه د ګرکش ولسوالۍ په ادم خان سيمه کي د يکشنبې په مازيګر سوې ده.

په ګرشک ولسوالۍ کي له څو ورځو راهيسته افغان ځواکونه د طالبانو پر ضد عمليات کوي. له دې وړاندي هم د نړيوالو او افغان ځواکونو په بريدونو کي افغان سرتيرو ته مرګژوبله ور اوښتې ده.

امريکا افغانستان ته ۳۰۰۰ اضافه سرتيري ددې لپاره راولېږل چي افغان ځواکونو ته روزنه ورکړي ترڅو د جګړې په ډګر کي د بېځايه تلفاتو مخه ونيسي.