کور / تازه خبرونه / په واشنګټن کي افغان سفارت د عاشورا او شهيدانو ورځ و لمانځله

په واشنګټن کي افغان سفارت د عاشورا او شهيدانو ورځ و لمانځله

په واشنګټن کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت سفارت ، یکشنبه، د محرم لسمه چې د عاشورا له ورځې سره برابره او د هيواد د شهيدانو اوونۍ د قران کریم ختم په کولو سره ولمانځله. په دې مراسمو کې چې یو شمیر دیني عالمانو، په متحدو ایالتونو کې میشتو افغانانو او د رسنیو همکارانو برخه اخیستې وه د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي (ص) د لمسیانو حضرت امام حسین او حسن او د کربلا د نورو شهیدانو روح ته دعا وشوه. 

افغان سفیر داکټر حمدالله محب د خپلې وینا په پیل کې وویل افغانان باید د خپلو واقعي شهیدانو د فکري لارې په تعقیبولو سره اسلام ، خپلو خلکو او هيواد ته خدمت وکړي او راتلونکو نسلونو ته د ښه او هوسا ژوند زمینه برابره کړي.

 ښاغلي محب وویل په افغانستان کې د مشکلاتو د هواري او د سولې د راوستو یوازینۍ لار د قضایاو څخه قوی درک دی او د حقیقتونو په رڼا کې هيواد او خلکو ته د خدمت کول لازمې امر دی. ښاغلي محب په دې غونډه کې یووار بیا د افغانانو د وژنې په پای ته رسیدو ټینګار وکړ او ویې ویل، ډاډمن دی چې بالاخره به په افغانستان کې سراسري سوله ټینګه شي ځکه افغانان په خپل هيواد مین خلک دي او په دې لار کې هره ورځ د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې قرباني ورکوي. ښاغلي محب یوځل بیا پر ټولو غږ وکړ چې د هيواد د ودانولو او د ستونزو د هوارولو لپاره باید سره یو موټي شي او په عملي ډول د افغانستان سولې لپاره ګامونه پورته کړي. د افغانستان خلک له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې پرلپسې قرباني ورکوي او یوشمېر نور بیا له دې قربانیو څخه د سیاسي استفادې هڅه کوي. سږ کال موږ وغوښتل چې د شهیدانو یاد په سیاسي نه، بلکې په انساني روحیه وشي او د افغانستان د ټولو خلکو د قربانیو یادونه وشي.